د کرنې او مالدارۍ معینیت تر چتر لاندې رییسانو سره د کرنې وزیر ناسته؛ پر موخو، لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو خبرې اترې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۱:۶
د کرنې او مالدارۍ معینیت تر چتر لاندې رییسانو سره د کرنې وزیر ناسته؛ پر موخو، لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو خبرې اترې

۲۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د کرنې او مالدارۍ معینیت تر چتر لاندې ریاستونو له رییسانو سره مالوماتي غونډه وکړه.
په دې مالوماتي غونډه کې، د څېړنو لوی رییس او ددې ریاست ترچتر لاندې بنسټونو، د ترویج لوی رییس او ددې ریاست تر چتر لاندې بنسټونو، د مالدارۍ، بوټې ساتنې، د بذري تخمونو د تصدیق، کوپراټیفونو، کورني اقتصاد او بدیل معیشت رییسانو ګډون درلود او خبرې وکړې.
یادو رییسانو په دې غونډه کې د خپلو موخو، لاسته راوړنو او راتلونکو برنامو په هکله د کرنې وزیرته مالومات وړاندې کړل.
ددې غونډې په پای کې، د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، راتلونکې کې د کارونو د لاښه پرمختګ لپاره دغو رییسانوته خپل لارښوونیزې سلا مشورې وړاندې کړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت