د څړځایونو د سروې او تثبیت پهپار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر
۶ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له ولایت وروسته کندز ولایت ته سفر وکړ. دغه پلاوی د کرنې وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د څېړنو مرستیال مولوي عنایتالله شجاع، او همداراز د اړوندو ادارو د یو شمېر مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون خپل فعالیتونه پیل کړل. د دې سفر په ترڅ کې، پلاوي له سیمهییزو چارواکو له ډلې د کندز مرستیال والي، د استخباراتو، کرنې، عدلیې، سرحدونو، حج او اوقافو او ښاروالۍ له رئیسانو سره لیدنې وکړې او د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. مولوي محمود مظلوم په دې ناسته کې د دې پروګرام د اهمیت په اړه د ملي سرچینو د ساتنې په برخه کې وویل، چې د څړځایونو د سروې بهیر په یو شمېر شمالي ولایتونو کې بشپړ شوی او اوس په بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې پیلېږي. نوموړي همداراز د دې پروګرام پر دقیق تطبیق ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د لا زیات مسؤلیت احساس سره د دې بهیر په پرمخ بېولو کې هڅه وکړي. په همدې حال کې، د کندز سیمهییزو چارواکو د دې پروګرام له پلي کېدو هرکلی وکړ او خپله بشپړه همکاري یې اعلان کړه. د هغوی په وینا، د دې پروګرام تطبیق به د شخصي او امارتي ځمکو په بېلتون، د سرچینو د مدیریت په ښه والي او د هېواد په پرمختګ کې مهم رول ولري.
