د پروان د کرنې ریاست د عوایدو راټولولو بهیر پر ښه والي او روڼتیا ټینګار
۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف، پروان ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس مولوي خان محمد حقمل او د یاد ریاست له آمرینو او عمومي مدیرانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د عوایدو پر عمومي وضعیت، عایداتي سرچینو، د عوایدو د راټولولو بهیر، د ځمکو او نورو عایداتي سرچینو د اجارې ورکولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې. دغه راز، د عوایدو د ضایع کېدو پر مخنیوي، د روڼتیا پر ټینګښت او د عوایدو د راټولولو او تحصیل بهیر پر ښه والي ټینګار وشو.
د پروان د کرنې ریاست مسؤلینو هم د کاري بهیر د ښه والي، د تېلو د سهمیې د زیاتوالي او د دغه ولایت پراخې جغرافیایي ساحې او د یو شمېر ولسوالیو لرېوالي ته په پام د اړتیا وړ امکاناتو د برابرولو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل.
