د هېواد په کچه د کب روزنې څه باندې دوه زره او ۶۰۰ فارمونه فعالیت لري

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۴۳
د هېواد په کچه د کب روزنې څه باندې دوه زره او ۶۰۰ فارمونه فعالیت لري

۱۷ وری ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو پر اساس، د هېواد په کچه د کب روزنې څه باندې دوه زره او ۶۳۴ فارمونه شتون لري، چې د یادو فارمونو له لارې د کال څه باندې دوه زره مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.
د هلمند، کندهار، ننګرهار، کندز، ارزګان، کونړ او هرات ولایتونه دهېواد په کچه د کبانو غوښې اصلي تولیدوونکي ولایتونه دي.
شیرماهي، لقه ماهي، خال ماهي، طیاره ماهي، موري ماهي، قنات ماهي او مار ماهي، د افغانستان نوموتي کبان دي. د کابل او نورو ولایتونو په بازارونو کې د تازه کبانو یوکیلو غوښه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو خرڅېږي.
د کرنې وزارت دکال له ۸۰ تر ۱۰۰ د کب روزنې مرکزونه جوړوي. د یاد وزارت له کلیدي برنامو څخه یو هم په هېواد کې د کب روزنې پراختیا ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت