د هېواد وچ زردالو قزاقستان ته صادرېږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۴
د هېواد وچ زردالو قزاقستان ته صادرېږي

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د صدفي لمیټد له خوا د هېواد د وچوو زردالو لومړنۍ جوپه قزاقستان ته صادرېږي. په دې صادرېدونکې جوپه کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت ۵۰ مټریک ټنه وچ زردالو دي.
ددې لړۍ د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو تولیداتو د صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید وویل: «د ویاړ ځای دی، چې خصوصي سکټور سیمې ته مېوې او سابه صادروي. موږ د صادراتو د اسانچارو په صفت کارکوو او هلې ځلې کوو، چې نه یوازې قزاقستان، بلکه ترکمنستان، تاجکستان، روسیې او نورو هېوادونو ته هم د صادراتو لړۍ زیات شي.»
سعید د هېواد دمېوو اوسبو پر ارزښت ټینګار وکړ او د هېواد د محصولاتو د صادراتو په پار د وسپنې پټلۍ مهم وباله.
دغه راز په دې برنامه کې یو تن سوداګر قاسم نورزی وویل: «نه یوازې زردالو، بلکه کچالو، بادرنګ او د نورو کرنیزو محصولاتو صادرات باید هم ولرو او د مېوو او سبو ارزښت باید تلپاتې وساتل شي.»
بل سوداګر امید حیدري وویل: «د افغانستان صادرات د سوداګرۍ له مافیاوو باید خلاص شي او د صادراتو یو واحد مرکز دې جوړ شي، ترڅو مېوې او سابه په خوندي توګه صادر شي.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۸
Background image

لغمان کې ۱۷۶ مالدارانو ته د څارویو متراکم خوراکي توکو او نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د نه انلوس همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ، د مهترلام ښار ۱۷۶ مالدارو کورنیو ته د څارویو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۶
Background image

د کرنې وزارت له لوري په کندهار کې له کډوالۍ راستانو شویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د مرستو بهیر پای ته ورسېد

۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري له لوري له کډوالۍ د راستنو شويو کډوالو د مرستو د وېش بهیر، چې څه موده وړاندې د کندهار په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۹
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې د ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو. . .

بازگشت