د هلمند د انارو سږني حاصلات ۲۸ زره او ۱۰۶ ټنو ته رسیږي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۴:۴۹
د هلمند د انارو سږني حاصلات ۲۸ زره او ۱۰۶ ټنو ته رسیږي
 
۲۹ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د انارو سږني حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او ډېر شوي دي. یاد ریاست وایي، چې ددې ولایت په ۱۲۲۲ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي، چې هر هکټار یې۲۳ ټنه حاصل ورکوي او په دې سره به د هلمند د انارو سږني حاصلات ۲۸ زره او ۱۰۶ ټنو ته ورسیږي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د کرنې ریاست په هلوځلو د خصوصي سکټور پرمټ تېرکال په دې ولایت کې د انارو پر ۱۷ ډولونو او سږکال پر ۱۶ ډولونو څېړنې تر سره شوي دي، چې لومړنۍ پایلې یې ښې او مثبتې ارزول شوي دي.
د انارو دغه ۳۳ ډولونه، چې پرې څېړنې شوي په ډېر لنډ وخت کې مېوه نیسي، ونې یې ټېټې او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي دي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د هلمند د خلکو په هلو ځلو ددې ولایت په څه باندې ۱۲۲۲ هکټاره ځمکه کې د انارو بڼونه جوړ شوي دي.
هلمند کې د انارو نویو بڼونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه هغه کړنې دی، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوي دي.
د کرنې وزارت هلې ځلې او د خلکو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې هلمند په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل، د هلمند دکرنې ریاست په پام کې لري، چې سږکال هم ددې ولایت بڼوالو او ځمکوالو ته د انارو نوي بڼونه جوړ کړي او ددغو جوړېدونکو بڼونو نیالګي به د اصلاح شویو نیالګیو د روزنې له نرسریو پېرې او د بڼوالو او ځمکوالو په واک کې به یې ورکوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت