د هرات د انجیل ولسوالۍ په دشت حوض کې د پستې ۳۰ زره هکټاره سوداګریز بڼونه جوړیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۱۶:۳۰
د هرات د انجیل ولسوالۍ په دشت حوض کې د پستې ۳۰ زره هکټاره سوداګریز بڼونه جوړیږي

۲۰مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په دشت حوض کې د سوداګریزو بڼونو د جوړولو طرحه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ته وړاندې کړه.
ښاغلی غفوري وویل، چې د هرات د انجیل ولسوالۍ دشت حوض په ټولیزه توګه ۴۸زره هکټاره ځمکه ده، چې ددې طرحې پربنسټ، د خصوصي سکټور او د افغانستان دولت په ګډې پانګونې سره په ۳۰ زره هکټاره کې یې سوداګریز بڼونه جوړیږي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال په خبره، ددې طرحې د تخنیکي، اقتصادي او ټولیزو مطالعاتو یوه برخه بشپړه شوې ده او په بله برخه یې کار روان دی.
دا طرحه چې، د عالي اقتصادي شورا له خوا منظور شوې ده، ټاکل شوې، چې کابینې ته وړاندې شي او ترهغه وروسته د پنځو کالو په لړ کې پلي کیږي.
ښاغلی غفوري وویل، له کومه ځایه چې د پستې ونې له څلورو کالو وروسته حاصل ورکوي، د کرنې وزارت په دې طرحه کې د کال ۳۰ میلیونه ډالرو د ترلاسه کولو په پار د ونو په منځ کې د زېرې کرکېله هم شامل دی. د طبیعي سرچینو او اوبولګولو مرستیال یادونه وکړه، چې د انجیل په دشت حوض کې د پستې د سوداګریزو بڼونو حاصل ته په رسېدو سره ټاکل شوې، چې د افغانستان د پستې په کلني صادراتو کې د ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات زیات شي.
ددې ترڅنګ، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وویل، چې یاده طرحه د چاپېریال ساتنې په برخه کې هم ګټور تمامیږي او د ۵۰۰ محافظتي بندونو (چکډمونو) په جوړېدو سره د اوبو د ضایعاتو مخه نیول کیږي او دغه راز د سېلابونو د کنټرول، د خاورې د فرسایش مخنیوی او د دوړو او خاورو د کچې ټېټولو لامل هم کیږي.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري له خوا ددې طرحې د مالوماتو د وړاندې کولو په پای کې، د کرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، ددې طرحې هرکلۍ وکړ او له ښاغلي غفوري څخه یې مننه وکړه. دغه راز د کرنې وزیر دخپلو لارښوونیزو نظریاتو د وړاندې کولو ترڅنګ، ددې پروژې د پلي کېدو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت