د نیالګي اېښودو ملي کمپاین د چمتووالي لپاره د طبیعي سرچینو عمومي ریاست د چارواکو غونډه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۹:۱۱
د نیالګي اېښودو ملي کمپاین د چمتووالي لپاره د طبیعي سرچینو عمومي ریاست د چارواکو غونډه

د نیالګي اېښودو ملي کمپاین د لا ښه ترسره کولو په موخه غونډه، د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل په مشرۍ او د دې ریاست د مسؤولینو په حضور کې دائره شوه. ټاکل شوې ده چې دا کمپاین د کب په ۵مه، د کابل په بادام باغ کې ترسره شي.
په دې ناسته کې د ځنګلونو د تنظیم رییس ملا سراج الحق میرویس ذاکري، د خوندي سیمو رییس مولوي محمد عظیم طارق، د څړځایونو د تنظیم رییس سید احمد خالد صاحبزاده  او د طبیعي سرچینو معینیت سلاکار محمد امان امانیار حضور درلود.
د طبیعي سرچینو عمومي ریاست مسؤولینو د نیالګي اېښودو ملي ورځې پر اهمیت او اړتیا ټینګار وکړ او د دې ملي ورځې لپاره یې د لازم چمتووالي خبر ورکړ.
د طبیعي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل دا ورځ ارزښتناکه وبلله او ویې ویل: «د نیالګي اېښودو ملي کمپاین او د خلکو هڅول نیالګي اېښودو ته یو حیاتي موضوع ده. نیالګي اېښودل او زرغونتیا د چاپېریالي ککړتیا مخه نیسي او د خلکو لپاره د ښه او روغ ژوند زمینه برابروي.»
نوموړي مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې دا ملي ورځ باید په پوره دقت او ژمنتیا، د دیني او ملي مسؤلیت په توګه، ترسره کړي ترڅو یې مثبتې اغېزې د ټول هېواد په کچه محسوس شي.

جلسه مسئولین ریاست عمومی منابع طبیعی برای آمادگی کمپاین ملی نهال‌شانی
۳۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به سرپرستی مولوی عبدالاحد خلیل رئیس عمومی منابع طبیعی با حضور مسوولان ریاست عمومی منابع طبیعی برای آمادگی و برگزاری هرچه بهتر کمپاین ملی نهال‌شانی برگزار شد.این کمپاین قرار است در تاریخ ۵ حوت در بادام باغ کابل برگزار گردد.
در این جلسه ملا سراج الحق میرویس ذاکری رئیس تنظیم جنگلات، مولوی محمد عظیم طارق رئیس ساحات حفاظت‌شده سید احمد خالد صاحبزاده رئیس تنظیم علفچرها و محمد امان امانیار مشاور معینیت منابع طبیعی حضور داشتند.
در جلسه متذکره، مسئولین ریاست عمومی منابع طبیعی بر اهمیت و ضرورت برگزاری روز ملی کمپاین نهال‌شانی تأکید کرده و از آمادگی‌های لازم برای این روز ملی خبر دادند.
مولوی عبدالاحد خلیل، رئیس عمومی منابع طبیعی، این روز را باارزش دانسته و گفت: «کمپاین ملی نهال‌شانی و تشویق شهروندان به غرس نهال، موضوعی حیاتی است. نهال‌شانی و سرسبزی از آلودگی‌های محیط زیستی جلوگیری کرده و زمینه‌ساز زندگی سالم‌تر و بهتر برای مردم می‌شود.»
او همچنین به مسئولین دستور داد تا این روز ملی را با دقت و تعهد کامل، به‌عنوان یک مسئولیت دینی و ملی، برگزار کنند و تأثیرات مثبتی در سراسر کشور به همراه داشته باشند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۹:۵۲
Background image

د کابل په ولایت کې د درې زره مټریک ټنه سړې خونې پرانیسته

۲۸ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش

۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالی په صنعتي پارک کې «د حبیب جمال‌زوی سړه خونه»، چې د درې زره مټریک ټنه تازه مېوو د ساتنې وړتیالري د ۳ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

بازگشت