د ننګرهار کانال شرکت کبانو روزنې فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۲:۲۵
د ننګرهار کانال شرکت کبانو روزنې فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې


۱۴ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت اړوند څېړنیزو فارمونو کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کرنې انسټیټوټ او دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ددې شرکت څېړنیزو فارمونو څخه وخت ناوخت لیدنه کوي، چې ددغو لیدنو په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوه.
ددې عملي زده کړو په ترڅ کې د فارم د بېلابېلو تجاربو، مورنیو او هستیو تخمونو د روزلو او مېوه لرونکو بڼوڼو او د ونو پيوند په اړه زده کړیالانو ته معلومات ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د ۱۴۰۴ مالي کال د بودیجې د تنظیم کمېټې دویمه کاري غونډه جوړه شوه  

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودیجې د تنظیم کمېټه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ جوړه شوه. دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې ۴۸ زره  ډوزه د څارویو مختلف النوع واکسینونو د تطبیق لړی پیل شوه

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست اړوند د مالداری آمریت کارمندانو لخوا یو ځل بیا د کوچنیو شخوند وهونکو څارویو (پي،پي آر) ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۵:۱۵
Background image

مالي او اداري مرستیال د کابل د بني حصار سیمې له ځینو اوسېدونکو سره وکتل  

۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» په خپل دفتر کې د کابل د بني حصار سیمې له ځینو. . .

بازگشت