د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د جوارو ۲۶۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۴:۱۰
د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د جوارو ۲۶۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي

۱۵ تله ۱۳۹۸
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د « SNaPP2» پروګرام په همکارۍ ددې ولایت په لسو ولسوالیو کې د جوارو ۲۶۰ ننداریزې قطعې جوړې کړي دي.

دننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت چې ددې ولایت د بهسودو ولسوالۍ د جوارو له نندارزېو قطعو لیدنه کول وویل، چې دغه ننداریزې قطعې ددې ولایت په بهسودو، کامې، خېوې، دره نور، ګوشتې، سره رود، خوګیاڼي، رودات، لعلپور او مهمندرې ولسوالیو کې جوړې شوي دي. د هغه په خبره د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو موخه په عصري او پرمختللي بڼه د جوارو د کرکېلي په برخه کې بزګرانو ته عملي روزنه ورکول دي. د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر سمیع الله نصرت وویل، یاد ننداریزې قطعې د کتار په ډول جوړ شوي دي، چې له یوه جریب څخه یې ۱۸۰ تر ۲۰۰ منو حاصل په لاس راځي.
باید وویل شي، چې په عصري سیستم د جوارو کرکيله او د جوارو هایبريډ تخمونو کرل د جوارو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت