د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه
۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او تعلیمي مؤسسې له لوري د مومندرې ولسوالی ۱۶۷ بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د ښه تولید او پالنې په موخه یوه ورځنۍ روزنیز پروګرام ترسره شو.
په دې روزنه کې د باسول، بېلې، غزګي، ګردي غوث، لنډۍ، ډکې او هزار ناو کلیو بزګرانو ته د کچالو د غوره تخم ټاکلو، د ځمکې چمتو کولو، کرلو، اوبه کولو، د ناروغیو او هرزه وښو د مخنیوي، حاصل ټولولو او بازار موندنې په برخو کې لازمې عملي او مسلکي لارښوونې ورکړل شوې.
دغه راز، څو ورځې وړاندې یادو بزګرانو ته د کچالو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو د پېرلو په موخه ۳۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوې وه.
د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو برابرول او بزګرانو ته مسلکي روزنه، د کچالو د کرکېلې د پراختیا، د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست ژمن دی، چې د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو تولیداتو د کیفیت لوړولو او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو په همغږۍ خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
