د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې ۱۵ شنې خونې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۱:۲۱
د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې ۱۵  شنې خونې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۱مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار د روداتو په ولسوالۍ کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۱۵ شنې خونې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل، د کرنې رییس انعام الله صاپی او ددې ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو شتون درلود.
د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له لارې په دې ولایت کې د ۴۵۰ شنوخونو د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې له دې ډلې تر دې دمه  ۱۵۰شنې خونې جوړې شوي او د پاتو هغو رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړ شوي دي.
په همدې حال کې دننګرهار د کرنې رییس انعام الله صاپی وایي، چې د روداتو په ولسوالۍ کې د ۸.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۵ شنې خونې، چې هر یوه یې ۳۰۱ مترمربع پراخوالی لري جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
ښاغلی ساپی وایي،  چې په هره شنه خونه ۵۸۰  زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په ګټې اخيستنې سره به يې دسبو د حاصلاتو په ساتنه او د دې ولايت خلکو ته په مناسب قيمت وړاندې کولو کې مرسته وکړي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکی د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت