د ننګرهار د څلورو ولسوالیو د ترویج کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۴:۱۸
د ننګرهار د څلورو ولسوالیو د ترویج کارکوونکي وروزل شول

۸ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کرنیزې بازار موندنې پروګرام (AMP)  له لورې د ننګرهار د څلورو ولسوالېو بټي کوټ، پچیراګام، هسکه مېنه، غني خېل او د یادې پروژې دبڼوالۍ د برخې مسوولینو په ګډون ۲۲ تنو ترویجي کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته وسېد.
دغه روزنیز پروګرام چې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  ریاست کې په لاره اچول شوې وه، ګډونوالو ته د ترویج په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
یاد درې ورځنۍ روزنیز پروګرام  د (Roots Of Peace - AMP  )  سولې بنسټ - امپ برنامې له لورې د بڼ جوړونې، بڼونو ته دسرې ورکونې تنظیمونو، د بزګرانو سیمه ییزو ښوونځیو (FFS) ، د بوټو د ناروغیو او افتونو هر اړخیز کنټرول او مخنیوی (IPM) ، له حاصل اخیستلو مخکې او له حاصل اخیستلو وروسته کړنې او د بڼونو د نو ښاخونو پرېکولو په اړه ګډونوالو ته بشپړ مالومات ورکړل شو.
د دې روزنیز پروګرام موخه د ترویج د کارکوونکو وړتیا لوړول او په ټوله کې د بزګرانو تخنیکي او مسلکي ملاتړ دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت