د ننګرهار د شولو سږني حاصلات ډېر شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۳:۳۶
د ننګرهار د شولو سږني حاصلات ډېر شوي

۱۳ لړم ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د شولو کروندې څه باندې ۷۷۰ هکټاره زیات شوي او د حاصلات کچه یې هم د تېرکال په پرتله ډېر شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې تېر ۱۳۹۸یم کال کې ددې ولایت په ۱۴ زره او ۴۹۲ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۳۱ زره او ۱۱۹ مټریک ټنه وه. سږکال ددې ولایت د شولو کروندې ۷۷۰ هکټاره زیات شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د شولو کروندې او حاصلات، «کرنیز تناوب» ته په کتو هرکال بدلون کوي.
د یاد ریاست د چارواکو په خبره، په دې ولایت کې بزګرانو ته د کتار په ډول د شولې ننداریزې قطعې جوړول هم د شولې د محصولاتو په زیاتوالي کې مرسته کړې ده.
د دوی په خبره د ننګرهار د کرنې ریاست له خوا سږکال ددې ولایت په ۱۱ ولسوالیو «بهسود، کامه، کوزکونړ، دره نور، سرخرود، پچیراګام، بټي کوټ، رودات، هسکه مېنه، مومندره او خو ګیانو» کې ۵۰۰ کروندګرو ته د شولې ننداریزې قطعې جوړ شوي ول، چې ددې ولایت د شولو دحاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول درلود.
یاد ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړ شوي دي. کوم بزګران چې په خپلو کروندو کې د کتار په ډول د شولې کرکېله کوي وایي، چې د کتار په ډول د شولې کرکېله د دوی د محصولاتو کچه تر ۳۰ سلنه زیاته کړې ده.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په بڼه وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

پکتیا کې ۱۲۵ تنو مالدارانو  سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړیکو دفتر مؤسسې  په مرسته د دې ولایت د روحانی بابا ولسوالی کې پر ۱۲۵ تنو مالدارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي (ډي.ای. پي. . .

بازگشت