د ننګرهار دکرنې ریاست؛ څېړنیزو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۵۴
د ننګرهار دکرنې ریاست؛ څېړنیزو فارمونو کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت په اړوندو څېړنیزو فارمونو کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ کې به یې غوره ورایټۍ بزګرانو ته وروپېژندل شي.
په همدې موخه د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار په شیشم باغ څېړیز فارم کې له بېلابېلو تجروبو او فعالیتونو څخه لېدنه وکړه.
د شیشم باغ څېړنیز فارم مسؤل انجینر نورالله صیفي په څېړنیز فارم کې د روانوفعالیتونو، تجاربو او په فارم کې د شته ستونزو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل.نوموړې وویل، چې په فارم کې د غله جاتو، سبو، تېلي او صنعتي نباتاتو په لسګونه نوعو څېړنې روانې دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد په څېړنیز فارم کې په روانو فعالیتونو خوښې وښوده او په ځینو برخو کې یي مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 شیشم باغ څېړنیز مرکز جوړېدو څخه تر اوسه دمختلفو نباتاتو لسګونه نوعوکرلو سپارښتنې بزګرانو ته شوي، چې ددې ولایت د اقلیم سره مناسبې او پر حاصله وي.


ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار؛ تحقیقات روی نباتات مختلف در فارم‌های تحقیقی ادامه دارد
۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار می‌گویند که در فارم‌های تحقیقی مربوط این ولایت، روی نباتات مختلف تحقیقات جریان دارد که در نتیجه آن، ورایتی‌های بهتر به دهقانان معرفی خواهد شد.
در همین راستا، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار، از فعالیت‌ها و تجارب مختلف در فارم تحقیقی شیشم‌باغ این ولایت بازدید کرد.
انجنیر نورالله صیفی مسئول فارم تحقیقی شیشم‌باغ، در مورد فعالیت‌های جاری، تجارب، مشکلات موجود و دستاوردهای این فارم معلومات ارائه نمود. وی گفت که در این فارم، تحقیقات روی ده‌ها نوع از غله‌جات، سبزیجات و نباتات روغنی و صنعتی ادامه دارد.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، از فعالیت‌های جاری در فارم تحقیقی ابراز رضایت نموده و در برخی بخش‌ها به مسئولان مربوطه رهنمودهای لازم ارائه کرد.
گفتنی است که از زمان ایجاد مرکز تحقیقی شیشم‌باغ تا اکنون، کشت ده‌ها نوع مختلف نباتات که با اقلیم این ولایت سازگار و دارای حاصل‌دهی بهتر می‌باشند، به دهقانان توصیه شده است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت