د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې د ۱۳ شنوخونو څارنه وشوه او بزګرانو ته تخنیکي لارښوونې او تخمونه ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۶
د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې د ۱۳ شنوخونو څارنه وشوه او بزګرانو ته تخنیکي لارښوونې او تخمونه ووېشل شول

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ان.سي.اې» مؤسسې له لوري او د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د یادې ولسوالی بزګرانو ته شاوخوا دیارلس ۱۳ شنوخونې جوړې شوې وې.               د «ان.سي.اې» مؤسسې او د کرنې ریاست د مسؤلو کارمندانو له خوا له یادو شنوخونو څخه څارنه ترسره شوه، چې له مخې یې د کارونو د اساسي او معیاري ترسره کېدو ډاډ ترلاسه شو.
د دې څارنې تر څنګ، د شنوخونو او راټولو شویو لنډو ساحو کروندګرو ته د کرنې ریاست د مسؤلو کارمندانو له خوا د کرنې په برخه کې عملي روزنې او ارشادي زده‌کړې ورکړل شوې. په دې روزنه کې بزګرانو ته د بادرنګو، کاهو، کدو او رومي بانجانو د کرلو لارې چارې، د کیمیاوي سرې سم استعمال، د خاورې نرمښت، د رطوبت او تودوخې د کنټرول په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
سربېره پر دې، د شنوخونو هر کروندګر ته یو پاکټ د بادرنګو تخم (چې په هر پاکټ کې ۵۰۰ دانې موجودې وې)، یو پاکټ د رومي بانجانو، یو پاکټ د کدو او یو پاکټ د کاهو تخمونه هم ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د جلریز ولسوالی بزګرانو د دې پروګرام هرکلی وکړ، خپله خوښي یې څرګنده کړه او د کرنې ریاست او د «ان.سي.اې» مؤسسې له مسؤلو کارمندانو څخه یې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت