د قرغزستان له سوداګر سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۶:۳۹
د قرغزستان له سوداګر سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه


۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قرغزستان د "بای دهقان" شرکت له رییس ارلیست آکونبکوف «Erlist Akunbekov» سره، چې د یاد هېواد د کرنیزې ودې د ټولنې د مشرتابه غړی هم دی، دکرنې او مالدارۍ مرستیالۍ په دفتر کې ولیدل او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل: «موږ د بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې چمتو یو او ترې ملاتړ کوو او له هر هغه هېواد څخه چې غواړي پانګونه وکړي، ترې هرکلی کوو.»
ارلیست آکونبکوف هم دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د "بای دهقان" شرکت فعالیتونه، لکه د واکسین، کیمیاوي سرو، اصلاح‌شویو کرنیزو تخمونو تولید او د کرنیزو ماشینونو واردات یاد کړل او زیاته یې کړه: «زموږ شرکت د دولت او بزګرانو ترمنځ د اړیکو پل دی، او موږ په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه لټوو.»
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبري غواړي، چې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هڅونه او جذب سره، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره نور فرصتونه رامنځته کړي.


دیدار معین زراعت و مالداری با تاجر قرغزستان
۲۸ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، با  ارلیست آکونبکوف«Erlist Akunbekov»  رییس شرکت "بای دهقان" و مسوول هیات مدیره انجمن توسعه کشاورزی جمهوری قرغزستان در دفتر معینیت زراعت و مالداری دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، معین زراعت و مالداری اظهار داشت: «ما آماده حمایت از سرمایه‌گذاران خارجی، به‌ویژه در بخش‌های زراعت و مالداری، هستیم و از هر کشوری که مایل به سرمایه‌گذاری باشد، استقبال می‌کنیم.»
ارلیست آکونبکوف نیز از فعالیت‌های شرکت "بای دهقان" در بخش‌های زراعت و مالداری، از جمله تولید واکسین، کود شیمیایی، تخم بذری و واردات ماشین‌آلات زراعتی یاد کرد و افزود: «شرکت ما پل ارتباطی میان دولت و دهاقین است و ما به دنبال فرصت‌های سرمایه‌گذاری در افغانستان هستیم.»
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در نظر دارد تا با تشویق و جذب سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی، فرصت‌های بیشتری برای سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری در کشور ایجاد کند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت