د شکردرې د مسلخ رغنیزې چارې بشپړ شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۳:۲
د شکردرې د مسلخ رغنیزې چارې بشپړ شوې

۲۲لړم ۱۳۹۹
د کابل د شکردرې مسلخ رغنیزې چارې پای ته ورسېد. یاد مسلخ د شکردرې ولسوالۍ په کاریز سړک کې د پنځه میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
دغه مسلخ په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰۰ وري، وزې، غوا او مېښو د حلالې وړتیا لري.
ددې مسلخ رغنیزې چارې په ۲۵ جریبه ځمکه کې کابو درې کاله مخکې د کرنې وزارت له خوا پیل شوې وه.
ددې مسلخ د جوړولو موخې، صحي او باکیفیته غوښې چمتو کول، د روغ او سالمو څارویو ذبحه، چاپېریال ساتنه، د څاریو صحي او سالم محصولات تولیدول، د ساري ناروغیو د خپرېدو مخنیوی، د ناروغو څارویو د ذبحې مخنیوی، په مناسب ډول د غوښې ساتنه، مشتریانو ته په مناسب او صحې ډول د غوښو لېږد او دغه راز د پروتني غوښو چمتو کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت