د خوش‌تپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۵:۲۹
د خوش‌تپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه

د خوش‌تپې د سربند د پروژې د ارزونې او شننې اړوند غونډه وشوه؛

په کندز کې د خوش‌تپې د کانال د سربند د سیمې مطالعات پیلیږي

۲ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری د امریکا متحد ایالاتو نړیوالې پراختیایي ادارې «USAID»، د ‏«SWIM»‏ پروژې او قراردادي شرکت له چارواکو سره د خوش‌تپې کانال د سربند د پروژې د دویم پړاو د ارزونې او ششنې غونډه وشوه.
په دې غونډه کې وویل شوه، چې ټاکل شوې د روان کال د نوامبر په لومړی نېټه د کندز په ولایت کې د امو سیند په مسیر کې د خوش تپې کانال د سربند د سیمي څېړنه پیل شي. په دې څېړنه کې به روښانه شي، چې سربند د امو دسیند په کومه برخه کې په پام کې ونیول شي.
د خوش‌تپې د اوبولګولو د پروژې اوبه د امو له سینده تامنیږي، چې د کندز له ولایت څخه پیل او د فاریاب په ولایت کې پای ته رسیږي. ددې پروژې په پلي کولو سره څه باندې ۵۰۰ زره هکټاره نوي ځمکې د خړوبولو تر پوښښ لاندې راځي. د یادې پروژې د لومړي پړاو څېړنې بشپړ شوي دي او د ۲۰۲۱ ام کال په لړ کې به نور پړاوونه یې هم بشپړشي.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د خوش‌تپې د پروژې د دویم پړام د شونتیا سنجولو د ماطالعاتو په برخه کې د «‏USAID»‏ ادارې او «‏SWIM»‏» پروژې له همکاریو مننه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې د خوش‌تپې پروژې د سربند په اوږدو کې د بلخ ولایت د کلدار سیمې تر ۸۰ کیلومتری چې د خوش‌تپې د پروژې کابو ۳۰ سلنه جوړوي د شونتیا سنجولو په هکله هم خبرې اترې وشوې. د SWIM»‏» پروژه پاتې سیمې له خوش‌تپې د کلدار ترسیمې چې ۸۰ کیلو متره اټکل کیږي، د لایحې شرایط «ToR»، د شونتیا سنجولو اسانتیاوې او د اړتیا وړ بودیجه تخمین او محاسبه کوي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځنګلونو او د نورستان ملي پارک د ساتنې چارو د ارزونې په موخه د کرنې وزارت پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د مالي او حسابي رییس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالی کې دغنموننداریزه کرونده جوړه شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
 دمیدان وردګو ولایت دجغتو ولسوالی اړوند دګنډه کول په حوزه کې دیادې ولسوالی دکرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت دمسؤلو کسانو لخوا د غنمو ننداریزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د روزګان په دهراود ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالۍ ادارې «اف‌اې‌او» په مالي همکارۍ،. . .

بازگشت