د خوست موسی‌خېلو کې پر لسګونو بزګرانو د املوکو نیالګي او کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۲۵
د خوست موسی‌خېلو کې پر لسګونو بزګرانو د املوکو نیالګي او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د موسی‌خیلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې او د« ویرو» مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالی ۵۰ تنو مستحقو بڼوالو ته د املوکو بڼونو د جوړولو په موخه اړینې مرستې ووېشل شوې.
یاد پروګرام چې له وړاندې یې سروې او تخنیکي نقشې ترتیب شوې وې، هر بڼوال ته د نیم جریب بڼ د جوړولو لپاره ۴۰ دانې د املوکو نیالګي ورکړل شول، چې په ټولیز ډول دوه زره  نیالګي کېږي.
همدارنګه، یادو بڼوالو ته اته ډوله بېلابېل کرنیز وسایل لکه؛ بېلچه، کلنګ، رمله، اوبه‌پاش، ریګه، سطل، محافظتي وسایل او د سبو تخمونه هم ووېشل شول، تر څو دبڼونو د ښه مدیریت او پالنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د دې ترڅنګ، یادو بڼوالو ته د نیالګیو د کرلو او ساتنې په اړه عملي روزنه هم ورکړل شوه او په سیمه کې د نیالګیو د سم کښت لارې چارې هم ور وښودل شوه. همدارنګه، هر بڼوال ته اته کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) هم ووېشل شوه.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري ژمن دی، چې دغه ډول پروګرامونه به په راتلونکې کې هم دوام ومومي، تر څو دبڼوالۍ سکتور لا پیاوړی او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ورسره ښه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت