د خوست قلندر ولسوالی په ځنګلي سیمو کې د نباتي افت د تشخیص او ارزونې په موخه سیمه ییز سروې ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۴۹
د خوست قلندر ولسوالی په ځنګلي سیمو کې د نباتي افت د تشخیص او ارزونې په موخه سیمه ییز سروې ترسره شوه

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت تخنیکي ټیم له لوري د قلندر ولسوالی په ځنګلي سیمو کې د رامنځته شوي نامعلوم نباتي افت د تشخیص او ارزونې په موخه سیمه ییز سروې ترسره شوه.
یاده سروې د روانو کرنیزو اندېښنو د حل او د افت د نوعیت د پېژندنې لپاره د متخصصو کارکوونکو له لوري ترسره شوې، چې په ترڅ کې انجنیر میرنواز علمي، انجنیر شاکرالله او انجنیر محمد غفورشاه د یادې ولسوالۍ اړوندو ځنګلي سیمو ته سفر وکړ.
د سروې پر مهال د نباتاتو وضعیت له نږدې وڅېړل شو، د افت نښې نښانې ثبت شوې او د لا دقیق لابراتواري تشخیص لپاره اړینې نمونې هم راټولې شوې. د یاد اقدام موخه دا ده چې د افت د خپرېدو مخنیوی وشي او پر وخت مناسبه وقایوي او کنټرولي تګلاره جوړه شي.
د خوست د کرنې ریاست رهبري ډاډ ورکوي، چې د کرنیزو نباتاتو د ساتنې او د هر ډول افتونو پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو لپاره خپلې هڅې جاري ساتي، ترڅو د سیمې طبیعي شتمنۍ خوندي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د هند د کرنیزو څېړنو مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د کرنیزو څېړنو شورا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د کرنیزو څېړنو د نړۍوالو بنسټونو له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د د جوارو او غنمو د اصلاح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فدراسیون له چارواکو سسره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د هند د. . .

بازگشت