د خصوصي سکټور دپراختیا د اجرایي کمېټې (پایسک) غونډه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۱۵:۲۵
جلسه‌ی کمیته اجرایی انکشاف سکتور خصوصی (پرایسک) برگزار شد

۲۹ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په مشری د «پرایسک» د دویم کاري ډلې د کړنو د پرمختګ د څرنګوالي په موخه غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیالۍ سلاکاران، د پرایسک کمېټې، د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې او د سوداګرۍ خونو فدراسیون سلاکاران او د کرنې وزارت یوشمېر چارواکو ګډون درلود.
ښاغلی غفوري وویل، چې د ۱۴۰۰ ام کال په ترڅ کې به د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ لویو سړوخونو رغنیزې چارې چې هر یوه یې ۵۰۰ مټریک ټنه وړتیالري بشپړېږي. یاد سړې خونې د مېوو ساتنې په پار جوړېږي، چې د حشمت الله غفوري په خبره رغنیزې چارې یې روانې دي.
دغه راز په هغو ولسوالیو کې، چې ډېر محصول ولري اته وړې سړې خونې، چې هر یوه به یې د ۱۰۰ مټریک ټنه محصولاتو د ساتنې وړتیا ولري جوړېږي. دغه راز په بندري ولایتونو کې د درو قرنطین مرکزونو جوړول او د مېوو د پروسس شپږ مرکزونه په عصري او معیاري ډول جوړېږي.
دغه راز په دې غونډه کې، د مسوولو اداراتو له خوا د سمون د پلي کېدو پر پرمختګ، په بادام باغ کې د خصوصي سکټور له خوا د کرنیزو نندارتونو د جوړولو د خصوصي کېدو پر موضوعاتو، په بندري ولایتونو کې د نباتي او حیواني قرنطین لابراټوارونو پر سمبالول، د سوداګریزو بڼونو په ځانکړې توکه د الوبخارا، شکرپارې او عنابو بڼونو جوړول او په هغو ولایتونو کې چې د یادو مېوو ډېر تولید د کرنیزو محصولاتو د معیاري پروسس مرکزونو پر جوړولو خبرې وشوې.
هغو مېرمنو او ماشومانو سره، چې د غالیو اوبدلو په پروژو کې کار کوي شپږ سلنه سب سایډي او دغه راز د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په پار په هوایي دهلیزونو کې ستونزې او  دسولې لپاره د نیالګیو پروژه، هغه موضوعات و، چې په دې غونډه کې پرې خبرې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

د کندهار د ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ژړۍ ولسوالی څېړنیز فارم کې پر ۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۹:۲۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

بازگشت