د ختیځ زون د دوو ولایتونو د سیمه ییزو وټرنرانو روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۶:۲۰
 د ختیځ زون د دوو ولایتونو د سیمه ییزو وټرنرانو روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

۲۸ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار او لغمان ولایتونو سیمه ییزو وټرنرانو ته د مالدارانو د سیمه ییزو ښوونځیو په تړاو درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
دغه ورکشاپ چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په ریاست کې په لاره اچول شوې وه د درې ورځو په ترڅ کې وټرنرانو ته د مالدارانو د سیمه ییزو ښوونځیو په تړاو اړین او هر اړخیز معلومات ور کړل شول.
ددې ورکشاپ په پای غونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او خدمتونو امر ډاکټر محمد ضمیر بهسودي دا ډول ورکشاپونه د وټرنرانو د ظرفیت لوړولو، د ښو خدماتو د عرضې او د غوښې د ارزښت د معلومولو په برخه کې خورا اړین وباله.
د چارواکو په خبره ددې ورکشاپ په لړ کې د ځانګړو ټرینرانو له لوري سیه ییزو وټرنرانو ته د مالدارانو د سیمه ییزو ښوونځیو په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت