د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه، د اوبو ۴۵ زېرمې جوړوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۲
HVCDSP

۲۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۰ ام مالي کال په ترڅ کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له لارې د هېواد په نهو ولایتونو کې د اوبو ۴۵ زېرمې جوړې کړي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه«HVCDSP»، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي، ددغو زېرمو د جوړولو چارې پرمخ وړي. د یادې پروژې چارواکي وایي، چې د اوبو یادې زېرمې د غزني، پکتیا، پکتیکا، وردګ، لوګر، خوست، لغمان، کونړ او ننګرهار په ولایتونو کې جوړیږي. د یادو چارواکو په خبره د هر ولایت لپاره د اوبو پنځه زېرمې په پام کې نیول شوي دي.
دغه زېرمې به هر یو یې د ۴۰۰تر ۸۰۰ متر مکعب اوبو د ساتنې وړتیا ولري. له دغو زېرمو څخه په استفادې سره د پراخو کرنیزو ځمکو د خړوبولو اوبه برابریږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت د مالدارۍ رییس د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

۱۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا رییس مفتي ذاکرالله ذاکر په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ننګرهار ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «اف‌اې‌او» له رییس ریچارډ ترینچارډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د هډې فارم مالدارۍ څانګه هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د هډې فارم په مالدارۍ فارم کې له ۳۰۶ غواګانو څخه ۶۳ یې شیدې ورکوي، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۶۰۰ لیټره. . .

بازگشت