د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۱:۵۰
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د ننګرهار له والي سره وکتل

۲۲ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار والي او د ولسمشر سترسلا کار ضیاءالحق امرخېل سره د ده په دفتر کې وکتل.
حشمت الله غفوري په دې لیدنه کې وویل، چې ننګرهار د کرنې سکټور او په ځانګړې توګه د سټروسو ونو پالنې او تولید په پار غوره اقلیم لري او په دې برخه کې به لاډېرې پاملرنې ووشي.
په همدې حال د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل یاد ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري هرکلۍ وکړ او وویل، چې د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت په بېلابېلو کرنیزو برخو کې پروژې پلي کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
د ننګرهار والي دغه راز په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار د بنسټیزو او لویو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره وکتل

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال خلیل ابراهیم اوکر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

پکتیا کې ۱۲۵ تنو مالدارانو  سره د مالدارۍ توکو مرسته وشوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړیکو دفتر مؤسسې  په مرسته د دې ولایت د روحانی بابا ولسوالی کې پر ۱۲۵ تنو مالدارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي سرې د پلور مخه ونیول شوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۷ ټنه بي کیفیته تورې کیمیاوي (ډي.ای. پي. . .

بازگشت