د ازبکستان تخنیکي پلاوي د دهدادي له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۳:۰
د ازبکستان تخنیکي پلاوي د دهدادي له څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه

۱۰ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ازبکستان جمهوریت یو تخنیکي پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت دهدادي څېړنیز فارم څخه لیدنه وکړه او د دې مرکز له کرنیزو او څېړنیزو فعالیتونو سره له نږدې آشنا شو.
د دهدادي څېړنیز فارم آمر د لیدنې پر مهال د دغه فارم د تاریخچې او روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې د دې فارم مساحت ۱۲۹ جریبه ځمکه ده. د نوموړي په وینا، په دې مرکز کې پر بېلابېلو مېوو، غلو دانو او سبو څېړنې ترسره کېږي.
د چاراکو په خبره څو ډوله غنم، بادام، زردالو، شفتالو، مڼې، ناک، املوک، انار، انګور، جوار او شولې هغه کرنیز توکي دي، چې په دې فارم کې پرې څېړنې روانې دي.
د لیدنې په پای کې، د ازبکستان د کرنې مرستیالان ژمنه وکړه، چې د دې څېړنیز فارم د پراختیا او کرنیزو څېړنو د ودې په برخه کې به همکاري کوي.

هیئت تخنیکی ازبکستان از فارم تحقیقاتی دهدادی بلخ دیدن کرد
۱۰ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
هیئت تخنیکی جمهوری ازبکستان در جریان سفر به ولایت بلخ، از فارم تحقیقاتی دهدادی دیدن کرد و با روند فعالیت‌های زراعتی و تحقیقی این مرکز از نزدیک آشنا شد.
آمر فارم تحقیقاتی دهدادی در جریان این بازدید، درباره تاریخچه و فعالیت‌های جاری معلومات داده و اظهار داشت که مساحت این فارم به ۱۲۹ جریب زمین می‌رسد. به گفته او، در این مرکز انواع مختلف میوه‌جات، غله‌جات و سبزیجات مورد تحقیق قرار می‌گیرند.
از جمله موارد تحت تحقیق می‌توان به چندین نوع گندم، بادام، زردآلو، شفتالو، سیب، ناک، املوک، انار، انگور، جواری و شالی اشاره کرد.
در پایان این بازدید، معینان زراعت جمهوری ازبکستان وعده همکاری برای گسترش و توسعه تحقیقات زراعتی در این فارم را سپردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد غونډه دایره شوه

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد غونډه د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ، د دعوت او ارشاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د ننګرهار چپرهار ولسوالی کې پر ۱۷ بې وزله کورنیو ته دوه کلنې خوسکۍ ووېشل شوې

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا »مؤسسې په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۸
Background image

د غزني ده‌یک ولسوالی د ستونزو دحل په موخه د ولایتي چارواکو سفر

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د غزني والي ملا ولي جان حمزه په داسې حال کې، چې د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب او یوشمېر نورو. . .

بازگشت