د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
نشست به‌منظور بهبود فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی برگزار شد

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اراضۍ ریاست د استملاک او بیا مېشتېدنې رییس او د یادې ادارې کفیل مولوي عبدالعلي عمري، د چارو ادارې عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ، د کور او ښار جوړولو وزارت او د اراضۍ ریاست د تصفیې، کدستر او استملاکي پروژو د همغږۍ ریاستونو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې د اراضۍ ریاست د ځمکو د تثبیت واحد مرکز څانګې مسؤل څرګنده کړه، چې په دې مرکز کې د تصفیې، کدستر، کابل ښاروالۍ او محاکمو استازي او کارکوونکي د خلکو د ستونزو د حل او د چارو د اغېزمن ترسره کېدو لپاره په ګډه کار کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه څانګه شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د اراضۍ په ریاست کې فعاله شوې او په دې موده کې یې خلکو ته اغېزمن او ګټور خدمات وړاندې کړي دي. هغه همدارنګه د کارکوونکو د مسؤلیتونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او په یاد مرکز کې موجودې ستونزې لکه د نقلیه وسایطو نشتون او د کارکوونکو لپاره د امتیازي معاشونو اړتیا هم مطرح کړه.
ورپسې دکرنې وزارت د اراضۍ ریاست کفیل او د استملاک او بیا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالعلي عمري او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو د یادې څانګې د فعالیتونو د لا ښه والي، د چارو د چټکتیا او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خپل نظریات شریک کړل.
د ناستې په پای کې، له دفترونو څخه د لیدنې وروسته، پرېکړه وشوه، چې د یادې څانګې لپاره یوه جامع کړنلاره جوړه شي، څو د هغې پر بنسټ د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې د څانګې ټول مکلفیتونه او مسؤلیتونه په واضح ډول تنظیم شي، او دا هم مشخصه شي چې څومره ځمکه د کروکي له بشپړېدو وروسته تثبیت او په کومه اندازه ځمکه تصفیه کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اراضۍ ریاست د ځمکو د تصفیې په ریاست کې د اراضۍ د تثبیت واحد مرکز د فعالیتونو د ارزونې او همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې،. . .

بازگشت