دکندهار شاولیکوټ ولسوالی کې اړمنو کسانو ته د شاتو مچیو او اړینو توکو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۳۳
دکندهار شاولیکوټ ولسوالی کې اړمنو کسانو ته د شاتو مچیو او اړینو توکو مرسته وشوه

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شاولیکوټ په ولسوالی کې ۲۰ تنه بېوزله او اړمنو کسانو ته د ۴۵۰ زره افغانۍ په ارزښت د شاتو مچۍ او اړین توکي ووېشل شول.
د چارواکو په وینا، د مرستې د مؤثریت لپاره ګټه‌اخیستونکي په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې هر ګروپ ۱۰ غړي لري. هر ګروپ ته یوه خیمه، ۴۰ د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۰ خالي صندوقونه، د عسل پروسس ماشین، د حفظ‌الصحې ځانګړی کېټ او نور اړین توکي سپارل شوي دي.
د دې مرستې موخه د شاتو مچیو روزنې ته وده ورکول، د بېوزلو کورنیو لپاره د کار زمینه برابرول، د هغوی اقتصادي پیاوړتیا او د محلي تولیداتو د ودې ملاتړ یاد شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د همدې ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ شپږ تنه وترنران په کابل کې د غواګانو د نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخه کې روزل شوي وو، چې وروسته له لازمي تجهیزاتو سره یوځای د کندهار یو شمېر ولسوالیو ته استول شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت