دکرنې وزارت راتلونکو برنامو په پار د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سره د کرنې وزیر خبرې اترې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۵:۲۳
دکرنې وزارت راتلونکو برنامو په پار د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال سره د کرنې وزیر خبرې اترې

۶چنګاښ ۱۴۰۰
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او ددې وزارت یوشمېر رییسانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري او دکرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري هم حضور درلود پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي په دې کتنه کې وویل، چې د مالدارۍ او بڼوالۍ تلپاتې پراختیا ددې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بڼوالۍ په برخه کې کړنې تر سره شوي دي، خو ددې سکټور د لاپیاوړتیا په پار د هغو برنامو ملاتړ دې ووشي، کوم چې د کرنې وزارت په پام کې نیولي دي.
په دې کتنه کې دغه راز د (OMAID) پروژې په هکله هم خبرې اترې وشوې. د کرنې وزیر وویل، اړتیا ده، چې ددې پروژې د کاري سیمې اړوند بېخ بنسټې کړنې له ډلې په لابراټوالر سره د ګمرکونو او بنادرو سمبالول او په دې برخه کې د وړتیا لوړولو په پرخه کې بېخ بنسټې کړنې ترسره شي.
ددې ترڅنګ؛ د کرنې وزیر د مالدارۍ سکټور د کرنې وزارت کلیدي لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه، چې د تولید په برخه کې یوشمېرکړنې ترسره شوي دي او د ودانیزو پروژو پلي کولو، د مالدارۍ بنسټونو، د لبنیاتو د پروسس مرکزونو او ددې سکټور د پیاوړتیا په پار له یوشمېر ډونرانو سره هوکړې شوي دي او اړینه خبره ده، چې دکرنې وزارت هم دې برخې ته پاملرنه ولري.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مرستیالانو هم د راتلونکو پروژو او برنامو په هکله خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندي کړل.
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري وویل، چې د کرنې په وزارت کې وړتیاوې شتون لري او هلې ځلې کېږي، چې ددې سکټور د پیاوړتیا په پار ډول ډول پروژې او برنامې ډیزاین شي.
په همدې حال کې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال وویل، چې د ۲۰۲۳ ام کال ترپایه د کرنې سکټور لپاره څه باندې ۳۲۶ میلیون ډالر بودیجه شتون لري، چې ددې سکټور اهمیت ښیي.
ښاغلی کبیري دغه راز وویل ټاکل شوې، چې د بڼوالۍ په برخه کې یوشمېر نوي پروژې ډیزاین شي او د مالیې وزارت او ډونرانو په ملاتړ به یوشمېر نورې پروژې هم ډیزاین او طراحي شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د هلمند دکرنې رییس د کبانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع په داسې حال کې، چې ددې ولایت د مالدارۍ آمرحافظ هدایت‌الله هدایت او د کرنې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۲:۲۶
Background image

کونړ کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

غزني کې ۴۳ بې‌وزله کورنیو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو د وېش لړۍ بشپړه شوه

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «اکشن اېډ» مؤسسې په همکارۍ، د غزني ښار اړوند یو شمېر کلیو کې ۴۳ مستحقو او بې‌وزله. . .

بازگشت