دپراختيايي بوديجې د لګولو په پار د کرنې وزارت اداري غونډه وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۶:۰
جلسه اداری وزارت زراعت در مورد مصرف بودجه انکشافی برگزار شد

 ۶چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې وزارت وزير، مرستيالانو او مرکزي رييسانو په حضور کې د روان مالي کال د پراختيايي بوديجې لګولو،  د پراختيايي بوديجې ستونزو او شته ستونزو ته د حل لارې پيداکولو په پار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اداري غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستيال عبدالهادی رفیعي، د پراختيايي بوديجې د لګولو او په دې برخه کې د پروژو او ولايتي رياستونو په هکله مفصل راپور وړاندې کړه.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي د پراختيايي بوديجې د لګولو وضعيت د قناعت وړ ونه باله او ټينګار يې وکړل،  چې د پروژو پلي کولو او خلکوته د چوپړتياوو په وړاندې کولو کې ځنډ او خنډ د منلو نه دي. هغه دغه راز سپارښتنه وکړه، چې په دې برخه کې په بېړه مثبت بدلون رامنځته شي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۵۰
Background image

ننګرهار کې له ۲٤ بزګرانو سره د شفتلو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کونړ کې د ۲۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د معیشت او ځنګلدارۍ پروژه پلي کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د آسیا  ټولنې د پراختیا مؤسسې  مسؤلینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال مولوي بازمحمد فیضان سره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

پکتیکا کې د انګورو حاصلات څلور سلنه زیات شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور. . .

بازگشت