دهلمند بشران سیمه کې بزګرانو ته د نباتي افتونو د مخنیوي په اړه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۴

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت کارکوونکو د بشران سیمه کې کروندګرو او بڼوالو ته د نباتي افتونو د مخنیوي په اړه روزنه ورکړه.
په دې روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د غنمو کفشک حشرې، نباتي کنو، نباتي شپږیو، د ریښې خوړونکي چینجي، د مېوو مچ او نورو افتونو د مخنیوي میخانیکي او کیمیاوي لارې چارې وروښودل شوې.
مسلکي کارکوونکو ټینګار وکړ چې بزګران دې تر ډېره د افتونو د کنټرول لپاره میخانیکي طریقې وکاروي او د کیمیاوي درملو له بې‌ځایه او زیات استعمال څخه دې ډډه وکړي، ځکه دا کار د چاپېریال د ککړتیا ترڅنګ د انسان او حیوان لپاره هم زیانمن تمامېږي.
همدارنګه بزګرانو ته سپارښتنه وشوه، چې د وقایوي درملنې ته لومړیتوب ورکړي، هرزه واښه له منځه یوسي، مقاوم تخمونه وکاروي، پر وخت حیواني او کیمیاوي سرې استعمال کړي او منظمه اوبه لګونه ترسره کړي، څو ښه، باکیفیته او زیات حاصلات ترلاسه او خپل اقتصادي وضعیت ښه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت