دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو
۱۰ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو بزګرانو د رشقې تصدیق شوي تخم وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې پر هر بزګر دوه کیلوګرامه د رشقې اصلاح شوي تخم وېشل شوي، چې موخه یې د رشقې اصلاح شوي تخمونو ترویج او د بزګرانو ملاتړ ښودل شوی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم د یادې مؤسسې له خوا په دې ولایت کې له بزګرانو سره په بېلابېلو برخوکې مرستې ترسره شوي، چې ورسره په کرنیز ډګر کې د پام وړ مثبتې اغیزې رامنځته شوي دي.
