خوست کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته شنې خونې او د کورنیو باغچو توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۱۷
خوست کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته شنې خونې او د کورنیو باغچو توکي ووېشل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د مرکز اړوند د لکڼ، شمل او متون واحدونو په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته د شنو خونو او کورنیو باغچو د توکو د وېش پروګرام ترسره شو. د دغو مرستو ټولیز ارزښت نږدې ۲ میلیونه او ۷۶۳ زره افغانیو ته رسېږي.
دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د«اوآرډي» مؤسسې په همکارۍ پلي شوی، چې موخه یې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه والی دی. د مرستو د وېش په مراسمو کې د خوست د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیرګل صابري او د مېوه‌جاتو متخصص حضرت ولي حضرت یار ګډون کړی و.
د پروګرام په پیل کې بهیرګل صابري بزګرانو ته د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د ورکړل شوو امکاناتو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې لارښوونې وکړې. نوموړي د «اف‌اې‌او» له دوامدار مالي ملاتړ څخه مننه وکړه او د ورته پراختیايي پروژو د لا پراخېدو غوښتنه یې وکړه. هغه همدارنګه د «اوآرډي» مؤسسې همکارۍ وستایلې او له بزګرانو یې وغوښتل، چې ورکړل شوي توکي په سمه توګه وساتي او د خپلو کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ترې اعظمي استفاده وکړي. 
د یادې پروژې له مخې، مستحقو بزګرانو ته د کورنیو باغچو اړوند توکي د هر مستفید لپاره د ۶۵۰۰ افغانیو په ارزښت ووېشل شول، سربېره پر دې ۲۲ بابه شنې خونې هم ووېشل شوې چې د هرې یوې ارزښت ۶۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ دی.
د خوست د کرنې ریاست مسؤلین وایي، دغه مرستې به د کورنیو باغچو د ودې، د سبو او مېوو د تولید د زیاتوالي، د کورنیو د عوایدو د لوړولو او د خوړو د خوندیتوب په برخه کې مثبت اغېز ولري. تمه کېږي چې د شنو خونو او باغچو د پراختیا له لارې به په سیمه کې د کرنیز سکتور د ودې لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شي.
په پای کې مستفیدو بزګرانو د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې له ورکړل شوو اسانتیاوو څخه به په اغېزمن او مسؤلانه ډول استفاده وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ د شنو خونو، کورنیو باغچو او کرنیزو توکو د وېش پروګرامونه پلي کوي، چې موخه یې د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی، د اقلیم بدلون د اغېزو کمول، د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول دي. خوست ولایت د مناسب اقلیم او پراخو کرنیزو ظرفیتونو له امله د دغو پروګرامونو له مهمو هدفمنو سیمو څخه ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

خوست کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته شنې خونې او د کورنیو باغچو توکي ووېشل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د مرکز اړوند د لکڼ، شمل او متون واحدونو په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ مستحقو بزګرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

خوست کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د علېشیرو او تریزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی یوشمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۵۰
Background image

پکتیکا ولایت کې ۴۷ بزګرانو ته د لوبیا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې د کرنې او مالدارۍ ټیم د کرنیزو چارو مسؤلینو له لوري. . .

بازگشت