خوست کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۲۵
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د علېشیرو او تریزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی یوشمېر بزګرانو او بڼوالو ته د مېوو د ننداریزو کروندو د جوړولو عملي ښوونه ترسره شوه.

۲۳ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د علېشیرو او تریزیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی یوشمېر بزګرانو او بڼوالو ته د مېوو د ننداریزو کروندو د جوړولو عملي ښوونه ترسره شوه.
په دې عملي روزنیز پروګرام کې بزګرانو ته د مېوه لرونکو بوټو د کرنې، مناسب واټن ټاکلو، د نیالګیو د کرلو معیاري لارو چارو، د اوبو لګولو منظم سیستم، د سرې استعمال اړوند مهم تخنیکي معلومات په عملي بڼه وړاندې شول. همدارنګه بزګرانو ته وښودل شول چې څنګه کولای شي د ننداریزو کروندو له لارې عصري کرنیزې لارې چارې په خپلو کروندو کې پلي کړي او د حاصلاتو کیفیت او کمیت لوړ کړي.
یاد پروګرام د بزګرانو او بڼوالو له پراخ هرکلي سره مخ شو او ګډونوالو ژمنه وکړه، چې وړاندې شوي تخنیکونه به په خپلو کرنیزو ځمکو کې عملي کوي. د دې ډول ننداریزو کروندو جوړول د کرنې په پرمختګ، د عصري میتودونو په ترویج او د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د ورته عملي روزنیزو پروګرامونو له لارې بزګرانو ته نوي او اغېزمن کرنیز مهارتونه ورسوي، ترڅو د کرنې سکتور وده وکړي او بزګران اقتصادي پیاوړتیا ته ورسېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت