جوزجان کې پر دوه زره او ۲۰۰ کډوالو کورنیو د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۴۶
جوزجان کې پر دوه زره او ۲۰۰ کډوالو کورنیو د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش

۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر بنسټ او د کډوالو د ستونزو د هوارولو په موخه، د جوزجان په ولایت کې د کډوالو او راستنو شوو کورنیو لپاره د خوراکي غنمو او نغدو پیسو د وېش لړۍ، د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د جوزجان والي او د یو شمېر امارتي چارواکو په حضور کې پیل شوه.

دغه پروګرام د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري عبدالغني شریفي، د امارتي ادارو د رییسانو، کډوالو او راستنو شوو کسانو په حضور کې پرانیستل شو.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وینا پر مهال وویل، چې دا مهال د افغانستان په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ دی او له کډوالو سره مرسته او همکاري یې یو ایماني مسؤولیت وباله. نوموړي زیاته کړه، چې دا مرستې کډوالو سره د همدردۍ په موخه، د امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ او د کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون له لوري، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پر زرګونو کډوالو او راستنو شوو کسانو وېشل کېږي.

همدارنګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي امارت مشران د ټولنې د ټولو  پرګنو ملاتړ ته ژمن دي او دا مرستې د کډوالو او راستنو شوو کسانو لپاره د بېړنیو بشري مرستو یوه برخه ده، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري وېشل کېږي.

ورپسې، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، چې اسلامي امارت د ملت خادم دی او تل د خلکو تر څنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړه، چې د دې بهیر په لومړۍ ورځ، به ۱۵۰ کډوالو کورنیو ته، هرې کورنۍ ته پنځه بورۍ ۵۰ کیلويي غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.

د چارواکو په وینا، ټاکل شوې چې دغه مرستې په ټولیز ډول د جوزجان ولایت په کچه پر دوه زره او ۲۰۰ کډوالو او راستنو شوو کورنیو ووېشل شي، چې اساسي موخه یې له کډوالو کورنیو سره همدردي او د هغوی د معیشتي ستونزو راکمول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت