تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۴:۲
تخار ولایت کې د اقلیمي بدلونونو سره د کرنې او مالدارۍ د سازښت روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د تخار ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلونونو د پوهاوي روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دا روزنیز پروګرامونه د تخار ولایت په مرکز او د کلفګان، دشت قلعه، خواجه غار او بنګي په ولسوالیو کې ترسره شول.
د چارواکو په وینا، د دغو پروګرامونو موخه د کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت په برخه کې د بزګرانو او مالدارانو د پوهې کچې لوړول، د ساحوي معلوماتو د راټولولو بهیر پیاوړی کول او د اقلیمي ګواښونو د مخنیوي لپاره د خبرتیا سیستمونو فعالول ښودل شوي دي.
په دغو پروګرامونو کې له یادو ولسوالیو څخه له ۱۵۰ څخه زیات بزګران ګډون کړی و، چې دوی ته د کرنیزو محصولاتو د زیان‌منېدنې د کمولو، د اوبو د مؤثرې استفادې، د خاورې د ښه مدیریت او د کورنیو حیواناتو د اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ په برخه کې عملي روزنې ورکړل شوې.
د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست آمر انجنیر جاوید امین وویل: «دا ډول روزنیز پروګرامونه کولای شي د بزګرانو د ژوند د ښه والي او د کرنې سکتور د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» مسؤلینو ټینګار وکړ، چې دغه راز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام ولري، څو بزګران د لا زیاتو پوهې او مهارتونو په مټ د اقلیمي ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

کندز کې ۸۰ تنه د سبو کروندګر له کرنیزو بستو څخه برخمن شول

د سبو د تولید د ملاتړ او د کروندګرو د معیشت د ښه والي په موخه د کندز په مرکز او د چهاردرې په ولسوالی کې ۸۰ تنه د سبو کروندګرو ته کرنیزې بستې ووېشل شوې. دغه بهیر د ډاکار دفتر له‌ خوا د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوندو توکو وېش لړۍ پیل شوه

۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه موسسې له لورې د ننګرهار په رودات، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې  ۱٠۰ تنو. . .

بازگشت