بګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۱۵:۲۰
بګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

۱۴ زمری ۱۳۹۸
د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې، د « CLAP » پروژې په همکارۍ د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو د څارویو متوازن خوراکي توکي او د دغو مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د پرازیت ضد درمل وېشلي دي. 

د پروان دکرنې ریاست وایي، چې په دې پروګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو پنځه زره کیلو د څارویو متوازن خوراکي توکي او د څارویو د داخلي پرازیت ضد درمل وېشل شوي دي.
د څارویو دغه خوراکي توکي او درمل د پروان د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د « CLAP » پروژې له خوا چمتو شوې ده ترڅو د څارویو د خوندیتابه کچه لوړه کړي. 
باید وویل شي چې، له ناروغیو سره د مبارزې په موخه یاد درمل وېشل او ترڅنګ یې متوازن خواړه له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیسي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړوی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت