بټي کوټ کې دترویج مدیریت لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۴:۴۱
 بټي کوټ کې دترویج مدیریت لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې


۱۱ لېندۍ ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ترویج مدیریت لپاره نوی ودانۍ جوړیږي. په هغه غونډه کې، چې د ننګرهار د کرنې چارسمبال مشر ډاکټر محمدضمیر بهسودي، د بټي کوټ ولسوال حاجي عبدالوهاب او یوشمېر نو سیمه ییز مشران شتون درلود ددې ودانۍ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، چې په کې اداري خونې، دغونډو یوتالار او بشپړ دفتري تجهیزات شامل دي.
ددې ودانۍ د جوړولو لګښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې چارسمبال مشر ډاکټر محمدضمیر بهسودي وویل، چې ددې ودانۍ په جوړېدو سره د بټي کوټ ولسوالۍ په کچه د ترویج په چارو کې کڼ اسانتیاوې رامنځته کیږي او مالداران او کروندګرو ته به په کې د لا اسانتیاوو زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت