بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په پار د هلمند د کرنې رییس هڅې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۰:۵۴
بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې په پار د هلمند د کرنې رییس هڅې

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته د رسېدنې او د دوی د نظرونو او وړاندیزو اورېدو په پار ددې ولایت د سنګین او کجکي ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو له سیمه ییزو چارواکو او ولسي وکړو سره په کتنه کې د دوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې.
د هلمند دکرنې رییس ددې سفر پر مهال د سنګین او کجکي ولسوالۍ له ولسوالانو، امنیه قومندانانو او د کرنې ادارې چارواکو ترڅنګ یوشمېر ولسي مشرانو او مخورو سره هم وکتل او د یادو ولسوالیو دکرنې او مالدارۍ او دغه راز د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو پر وړاندې پر شته ستونزو خبرې اترې وکړې.
دغه راز د هلمند دکرنې رییس ددې سفر په ترڅ کې د کجکي په ولسوالی کې د هغه پارک څخه چې د ولایت مقام په مالي لګښت د سیمې د خلکو په غوښتنه رغول کېږي هم لیدنه وکړه.
په ورته وخت کې د هلمند دکرنې رییس د یادو ولسوالیو لپاره د کرنې ادارې لخوا د ځمکوالو دستونزو هوارولو، هلته د پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو او په ګڼو نورو برخو کې د مسؤلینو سره د لا ډېرو خدماتو د وړاندې کولو ژمنې وکړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

خوست کې د کروندو خوندیتوب په پار هلې ځلې

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټي ساتنې امریت په پام کې لري چې، ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۵۳
Background image

پکتیا کې زرګونه څارویو ته د لېونتوب واکسینونو لړۍ پیلېږي

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې له لورې ددې ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې وړو شخوند. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۱۵:۴۹
Background image

دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالی ارزونې په پار غونډه دائره شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ۱۴۰۳یم کال د بزګر میلې او دکرنیزو محصولاتو نندارتون د چمتووالي د ارزونې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم. . .

بازگشت