بدخشان کې د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۹:۳۸
دو کانال آبیاری در بدخشان به بهره‌برداری رسید


۲۶ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د امو سیند پنځمې حوزوې پروژې «PARBSP»له لارې د بدخشان په ولایت کې د اوبولګولو د دوو فرعي کانالونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
د «ملنگ‌آب» او«سخا» کانالونه د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې شتون لري، چې نږدې ۳۶۰ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبوي. د دغو کانالونو رغنیزې چارې تېر کال د امو سیند پنځمې حوزوې سکټوري پروژې له خوا پیل شوې ؤ، چې تر یوه کال وروسته یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دغو کانالونو په رغېدو سره ددې ولسوالۍ د بزګرانو ترمنځ د اوبو پر سر شخړې هوارې شوي دي او دغه راز د دوی کروندو ته په سمه توګه اوبه رسیږي.
د یادو کانالونو ټولیز اوږدوالی ۴.۹ کیلومتر دي. یاد کانالونه نږدې یوزر او ۸۰۰ کورنۍ په مستقیمه توګه تر پوښښ لاندې راولي. ددغو دوو کانالونو رغول دیادو کانالونو د تر پوښښ لاندې بزګرانو ستونزې په پراخه کچه هوارې کړي دي. ددغو کانالونو د رغولو لګښت نږدې ۷.۲ میلیونه افغانۍ ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۲۹
Background image

پنجشېر کې د لوبیا حاصلات زیات شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی، چې په روان کال کې د دې ولایت د لوبیا حاصلات د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو حاصلات ډېر شوي 

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې په روان کال کې له دې ولایت څخه له ۲۰۴۰ متریک ټنه زیات دګیلاسو حاصلات ترلاسه شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۱۱
Background image

د وچکالۍ پر وړاندې د اسلامي امارت عملي ګامونه؛ روزګان کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم چارې پیل شوې

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځانګړې بودیجې په لګښت د روزګان ولایت د ترینکوټ اړوند د ناقیل په سیمه کې د اوبو د مهار او د وچکالۍ د. . .

بازگشت