افغانستان کې د روسیې فدراسیون سفارت له اقتصادي او سوداګریز رییس سره د کرنې وزارت د مسؤلینو لیدنه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۱۴
افغانستان کې د روسیې فدراسیون سفارت له اقتصادي او سوداګریز رییس سره د کرنې وزارت د مسؤلینو لیدنه


۱۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پانګونې او خصوصي سکتور ودې سلاکار حشمت‌الله شهراني، دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د روسیې فدراسیون سفارت د اقتصادي او سوداګریزې څانګې له رییس ښاغلي نیکولای سژنوف سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ګډو همکاریو او راتلونکو همکاريو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې، د افغانستان او روسیې ترمنځ د کرنیزو محصولاتو صادراتو او وارداتو، د افغان متخصصینو لپاره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو پیل، او همدارنګه د افغان ځوانانو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو ته د زمینې برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې.
دغه راز په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د مالدارۍ او حیواني روغتیا متخصصینو ترمنځ د ناروغیو او قرنطین په برخه کې د یوه آنلاین کنفرانس د جوړېدو موضوع هم مطرح شوه.
ددې لیدنې په ترڅ کې دغه راز د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور اړتیاوې د روسیې هېواد له استازي سره شریکې شوې او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو په اړه مشورې او نظریات تبادله شول.


ملاقات مسوولان وزارت زراعت با رئیس اقتصادی و تجارتی سفارت فدراسیون روسیه در افغانستان
۱۹ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
حشمت‌الله‌شهرانی مشاور سرمایه‌گذاری و انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با آقای نیکولای سژنوف، رئیس بخش اقتصادی و تجارتی سفارت فدراسیون روسیه در افغانستان، دیدار کرد. در این ملاقات، دو طرف در مورد کارهای مشترک و همکاری‌های آتی گفتگو نمودند.
 در این دیدار موضوعات مختلفی از جمله صادرات و واردات محصولات افغانستان به روسیه و بالعکس، راه‌اندازی برنامه‌های آموزشی برای متخصصان زراعت و مالداری افغانستان، و زمینه‌سازی جهت آموزش جوانان افغان در مقاطع ماستری و دکتورا مورد بحث قرار گرفت. همچنین، دو طرف در خصوص برگزاری کنفرانس آنلاین میان متخصصان مالداری و صحت حیوانی دو کشور در بخش امراض و قرنطین نیز صحبت کردند.
در ادامه، نیازمندی‌های سکتور زراعت و مالداری افغانستان با نماینده کشور روسیه در میان گذاشته شد و در مورد فرصت‌های سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری داخل افغانستان، مشوره و تبادل نظر صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۳۵
Background image

د کرنې وزارت مرستیال په کندهار کې د ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ستر چکډېم د جوړولو چارې پرانیستې

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شاولیکوټ. . .

بازگشت