ارزګان کې څه باندې ۱۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۹:۴۶
ارزګان کې څه باندې ۱۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي

۱ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د ارزګان په ولایت کې یو زر او ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي.
دغه نوي بڼونه چې د مېوې مترکم او غېر متراکم بڼونه په کې شامل دي، د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیو کې ځمکوالو و بڼوالوته جوړ شوي دي.
په ورته وخت کې د ارزګان د کرنې ریاست ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې پر بڼوالو د مېوو اووه زره مثمر نیالګي هم وېشلي دي او ترڅنګ یې د ارزګان په مرکز او چورې ولسوالۍ کې د مرسي کورپ موسسې په همکارۍ د پستې د ۵۰ جریبه بڼونو او د بادامو د ۱۳۰ جریبه بڼونو د جوړولو په پار پر خلکو د پستې او بادامو نیالګي هم وېشلي دي.
په عصري لارو چارو نوي بڼونه جوړول او د دودیزو بڼونو اصلاح، د بڼوالۍ سیسټم معیاري کوي او د مېوو د پروسس لړۍ پراخوي، چې په راتلونکې کې د بڼوالو داقتصادي ودې لامل کیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۸:۱۸
Background image

د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د  ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۶:۳۴
Background image

لغمان کې ۵۰ بزګران د اصلاح شوي مۍ (ماش) تخمونو او کیمیاوي سرو له مرستو برخمن شول

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او د بزګرانو د اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بېوزله کورنیو ته د هګۍ اچوونکو چرګانو مرسته ووېشل شوه

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د نښځو نړۍوالې ادارې او د بشري مرستو صندوق په مالي او د مدیریت، نوښتونو او. . .

بازگشت