ارزګان کې د ویالو پاکولو چارې روانې دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴
ارزګان کې د ویالو پاکولو چارې روانې دي

۱۱ کب ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «ANCC» موسسې په تخنیکي مرستو ددې ولایت د یوشمېر ویالو د پاکولو چارې پیل شوي دي.
د ارزګان دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د ویالو پاکولو په دې لړۍ کې د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د طورې، سرشخلي، سفیدخار، او تالاني کلیو ۳۸ کیلو متره ویالې، چې کلونه کلونه پاک شوي نه دي پاکېږي او دغه راز خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په پار د ارزګان مرکز ترینکوټ اړوند شاوخوا ۴۰ کیلو متره نورې فرعي ویالې هم پاکېږي.
باید وویل شی، چې د یادو ویالو په پاکولو سره نه یوازې دا چې د اوبولګولو چارې اسانېږي او د او د ضایعاتو مخه نیول کېږي ترڅنګ یې نږدې درې زره او ۱۰۰ بې وزله او جګړه ځپلو کسانو ته چې له خپلو مېنو بې ځایې شوي دي د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت