د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Thu, May 14 2026 10:00 AM
د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا، لجه منګل، احمدخېل، څمکني، شواک او ګرده څېړۍ کې پر ۹۰۰ تنو بزګرانو د سبو بېلابېل اصلاح شوي تخمونه ووېشل.
د یاد پروګرام له مخې، له ټولو مستفیدو بزګرانو څخه ۹۰ تنو ته شنې خونې او ۳۰۵ تنو ته د سبو وچولو ماشینونه (سولر ډرایر) ځانګړي شوي دي. همداراز بزګرانو ته د سبو د اصلاح شویو تخمونو د کرکیلې، د شنو خونو د سمې استفادې او د سبو وچولو ماشینونو د اغېزمن کارونې په اړه تخنیکي او مسلکي لارښوونې هم وړاندې شوې.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې مسئولینو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر بزګرانو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې رییسس مولوي سیدامین هاشمي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د یادو مرستو موخه د سبو د تولید زیاتوالی، د اصلاح شویو تخمونو دودول او د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا ده. نوموړي زیاته کړه، چې اوسنۍ مرستې د یادو ولسوالیو اړتیاوو ته په کتو بسنه نه کوي او په راتلونکي کې د ورته نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.
مولوي هاشمي همداراز څرګنده کړه، چې د شنو خونو او د سبو وچولو ماشینونو فعاله استفاده به د کورنیو عایداتي سرچینې پیاوړې کړي، د سبو او نورو کرنیزو محصولاتو د پروسس کیفیت به لوړ کړي او د بازارموندنې لپاره به نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا، د دغو مرستو دوام به د سیمې پر اقتصادي ثبات، د بزګرانو پر ځان بساینې او د کورنیو تولیداتو پر پراختیا مثبت اغېز ولري.
بلخوا د افغان سوله جوړونکې مؤسسې مسئولینو وویل، چې د یاد پروګرام لپاره تر دې وړاندې سروې او تخنیکي ارزونې ترسره شوې وې او نن یې د عملي وېش لړۍ پیل شوه.


در هفت ولسوالی پکتیا برای ۹۰۰ دهقان تخم سبزیجات، سبزخانه‌ها و ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات توزیع شد
۲۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا با همکاری مؤسسه افغان صلح‌ساز، در مرکز این ولایت شهر گردیز و ولسوالی‌های احمدآباد، لجه منگل، احمدخیل، څمکنی، شواک و گرده څېړۍ، تخم‌های اصلاح‌شده مختلف سبزیجات را برای دهقانان توزیع کرد.
براساس این برنامه، برای شماری از دهقانان سبزخانه‌ها و ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات (سولر درایر) نیز اختصاص داده شده است. همچنان برای دهقانان در مورد کشت تخم‌های اصلاح‌شده سبزیجات، استفاده درست از سبزخانه‌ها و بهره‌گیری مؤثر از ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات، رهنمایی‌های تخنیکی و مسلکی ارائه شد.
در مراسم توزیع، مولوی سیدامین هاشمی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، عبدالله حلیم‌زی آمر امور زراعتی، مسئولان مؤسسه افغان صلح‌ساز، متنفذین قومی و شماری از دهقانان اشتراک داشتند.
مولوی سیدامین هاشمی در سخنانش گفت که هدف از این کمک‌ها، افزایش تولید سبزیجات، ترویج تخم‌های اصلاح‌شده و تقویت اقتصادی دهقانان است. وی افزود که کمک‌های کنونی با در نظر داشت نیازمندی‌های این ولسوالی‌ها کافی نیست و خواهان تطبیق پروژه‌های انکشافی مشابه در آینده شد.
مولوی هاشمی همچنان اظهار داشت که استفاده فعال از سبزخانه‌ها و ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات، منابع عایداتی خانواده‌ها را تقویت کرده، کیفیت پروسس سبزیجات و سایر محصولات زراعتی را افزایش می‌دهد و سهولت‌های تازه‌ای را برای بازاریابی فراهم می‌کند.
به گفته وی، ادامه این کمک‌ها تأثیر مثبت بر ثبات اقتصادی منطقه، خودکفایی دهقانان و توسعه تولیدات داخلی خواهد داشت.
مسئولان مؤسسه افغان صلح‌ساز نیز گفتند که پیش از این، سروی و ارزیابی‌های تخنیکی برای این برنامه انجام شده بود و اکنون روند عملی توزیع آغاز شده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS