د امارتي ځمکو د اجارې او وېش د کړنلارې مسوده د کرنې وزارت له مشرتابه سره شریکه شوه

user-admin
Wed, Feb 12 2025 11:14 AM
د امارتي ځمکو د اجارې او وېش د کړنلارې مسوده د کرنې وزارت له مشرتابه سره شریکه شوه


۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د امارتي ځمکو د اجارې او وېش د کړنلارې مسوده، چې خصوصي متشبثینو ته د دې ځمکو د ورکړې لپاره چمتو شوې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یوه غونډه کې شریکه شوه.
دغه غونډه د کرنې وزیر په دفتر کې جوړه شوې وه، چې پکې د تقنیني چارو کارپوهانو، سلاکارانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور متخصصینو ګډون درلود. هغوی یاد طرزالعمل ترتیب او د کرنې وزارت مشرتابه ته یې وړاندې کړ.
یاده مسوده، چې ۴۸ مادې او څو فصلونه لري، د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو پر بنسټ چمتو شوې، ترڅو خصوصي متشبثینو ته د امارتي ځمکو په کرایې نیولو او پانګونې زمینه برابره کړي.
همداراز، د کرنې وزیر او د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هغو پانګوالو لپاره چې غواړي د چرګانو، کبکو، بټیرو، فیل مرغانو، غواوو او کبانو فارمونه جوړ کړي، د ځمکې د ورکړې پر څرنګوالي خپل نظریات وړاندې کړل، چې په طرزالعمل کې ورته ځای ورکړل شوی.  
یاده مسوده د خلکو د ژوند د ښه والي، د کارموندنې او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه ترتیب شوې او د تایید لپاره به د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.


مسوده طرزالعمل اجاره‌دهی و توزیع زمین‌های امارتی با رهبری وزارت زراعت شریک شد
۲۳ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مسوده طرزالعمل اجاره‌دهی و توزیع زمین‌های امارتی به متشبثین خصوصی، در مجلسی با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، شریک شد.
این مجلس در دفتر وزیر زراعت برگزار گردید و در آن، کارشناسان تقنین، مشاوران و متخصصان سکتور زراعت و مالداری، مسوده مذکور را تدوین و به رهبری وزارت زراعت ارائه نمودند.
مسوده یادشده در ۴۸ ماده و چندین فصل، بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی تهیه شده تا زمینه فعالیت و سرمایه‌گذاری متشبثین خصوصی در زمین‌های امارتی تسهیل گردد.
همچنین، وزیر زراعت و معین زراعت و مالداری در خصوص نحوه در اختیار گذاشتن زمین برای سرمایه‌گذاران علاقه‌مند به ایجاد فارم‌های مرغ، کبک، بودنه، شترمرغ، گاو و ماهی، نظریات خود را مطرح کرده که در متن مسوده درج گردیده‌است.
این مسوده به‌منظور بهبود زندگی مردم، ایجاد اشتغال و تقویت اقتصاد کشور تدوین شده و برای تأیید به رهبری امارت اسلامی ارائه خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS