د کرنیزو پروژو د پلي کولو بهیر د چټکتیا  په پار هڅې

mail-admin
Sun, Jul 14 2024 2:53 PM
د کرنیزو پروژو د پلي کولو بهیر د چټکتیا  په پار هڅې

۲۴چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او دکرنې وزارت د یوشمېر سکټوري رییسانو په حضور کې د پلي کېدونکو پروژو د کاري پرمختګ د ارزونې او راتلونکو پلانونو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت له خوا د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، د طبیعي زېرمو د ساتنې او نورو برخو کې د پلي کېدونکو پروژو او فعالیتونو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
په یاده غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د خلکو د ژوند د بدلون او د هېواد د اقتصاد د لوړولو په پار د کرنې او مالدارۍ د فعالیتونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په چټکتیا یې ټینګار وکړ.
په همدې حال کې په دې غونډه کې په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا لپاره د کرنې وزارت پر راتلونکو پلانونو هم خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه ژمنه ده، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره به افغانستان په یادو سکتورونو کې پر ځان بسیا کړي.

تلاش‌های جهت تسریع روند تطبیق پروژهای زراعتی 
۲۴ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بررسی پیشرفت پروژه‌های در حال تطبیق و پلان‌های آینده به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری و شمار از روئسای سکتور وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه پیرامون پروژها و فعالیت‌های در حال تطبیق وزارت زراعت در سکتورهای زراعت، آبیاری، مالداری، حفاظت از منابع طبیعی و سایر بخش‌های بحث و تبادل نظر صورت گرفت. 
در این جلسه وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون اهمیت فعالیت‌های زراعتی و مالداری جهت تغییر در زندگی مردم و بلند بردن اقتصاد کشور صحبت کرده و تاکید بر تسریع روند تطبیق پروژهای زراعتی و مالداری کرد.
در همین حال در این جلسه پیرامون پلان‌های آینده وزارت زراعت جهت رشد و انکشاف دهی سکتور زراعت و مالداری در کشور صحبت شد.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری متعهد است تا با تطبیق پروژهای زیربنایی در سکتور زراعت و مالداری افغانستان را در این سکتور ها به خود کفایی برساند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS