د ننګرهار کانال څخه د کرنې وزارت د پلاوی د اروزنې راپور وړاندې شو

mail-admin
Mon, Nov 27 2023 10:41 AM
د ننګرهار کانال څخه د کرنې وزارت د پلاوی د اروزنې راپور وړاندې شو

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۴جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت ته د لېږل شوي پلاوي د ارزونې راپور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاء الله عمري ته وړاندې شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د کرنې وزارت د مقام سلا کار انجینر شفیع الله مومند، د مالي او حسابي چارو د درېیم پروګرام رییس حامد شفیق او دکرنې وازرت د بشري سرچینو ریاست  د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې او سوانح آمر محمد هارون ځدران په ګډون د کرنې وزارت یو پلاوی ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ننګرهار د کانال شرکت په بېلابېلو څانګو کې یې د ننګرهار د کانال ادارې د کړنو ارزونه وکړه او د کرنې وزیر ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل.
ياد پلاوي د ننګرهار کانال دندې، لاسته راوړنې، ستونزې او د حل لارې چارې بيان کړل او د کانال په سیمه کې په تېرو دوو کلونو کې رامنځته شوي پرمختګونه د پام وړ او هيله بښونکي وبلل.
همدارنګه د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار د کانال د پرمختګ لامل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ هڅې، د کرنې په برخه کې د بزګرانو او پانګوالو لېوالتیا یاده کړه.
په ورته وخت کې مولوي عطاءالله عمري د ننګرهار کانال ته د اړتیا وړ وسایلو په پوره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د زیتونو فابریکې ته د اړتیا وړ وسایل او  ماشینونه باید له نورو هېوادونو څخه وپېرل شي او د بېلګې په توګه دې په ټولو ولایتونو کې بزګرانو ته ورکړل شي، ترڅو بزګران له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته او د دوی کرکېله له دودیز بڼې څخه مدرن او عصري بڼه غوره کړي.»
د کرنې وزیر د ننګرهار د کانال د کرنیزو او بڼوالۍ د تولیداتو د کچې پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په ننګرهار ولایت کې د زیتونو د حاصلاتو د کچې لوړولو ته اړتیا ده، ځکه چې د ننګرهار کانال په یوه شرکت بدل شوی، نو د تولیداتو یې باید ډېر او د لا اغېزمنتوب او پراختیا په پار یې باید کړنې سوداګریزې شي.

گزارش ارزیابی هییت وزارت زراعت از کانال ننگرهار اراییه شد 
۶ قوس ۱۴۰۲ ه‍.ش
گزارش ارزیابی هییت اعزام شده به  ریاست شرکت کانال ننگرهار از  سوی ه‍ییت متذکره به مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری اراییه شد.
طبق هدایت مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت آبیاری و مالداری چندی قبل ه‍یئتی از وزارت زراعت متشکل از  انجینر شفیع الله مومند مشاور مقام وزارت زراعت، حامد شفیق آمر برنامه سوم ریاست مالی و حسابی و محمد هارون زدران آمر سوانح و ارزیابی اجراات کارکنان  ریاست منابع بشری این وزارت به ولایت ننگرهار سفر کرده و کارکردهای ریاست شرکت کانال ننگرهار را در بخش‌های مختلف بررسی و ارزیابی نموده و گزارش اجراات‌شان را در حضور وزیر زراعت اراییه کردند.
ه‍یئت متذکره کارکردها، دستاوردها مشکلات و را حل های کانال ننگرهار را بیان کرده و پیشرفت‌های که در دو سال اخیر در ساحه کانال رخ داده را جشم‌گیر و امیدوار کننده دانستن.
همچنان ه‍ییت وزارت زراعت عامل  پیشرفت‌ها در کانال ننگرهار را تلاش‌های رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، علاقه مندی دهاقین و سرمایه‌گذاران به سکتور زراعت عنوان کردند.  
 در همین حال مولوی عطاءالله عمری تاکید بر برآورده سازی وسایل مورد نیاز کانال ننگرهار کرده افزود « وسایل مورد نیاز فابریکه زیتون و ماشین آلات برای کشت نمودند دهقانان باید از کشورهای دیگر خریداری شود و در تمام ولایت بطور نمونه‌ای برای دهقانان داده شود تا دهاقین از ماشین استفاده نموده از حالت سنتی به حالت مدرن کشت نمایند.
 وزیر زراعت همچنان تاکید بر بلند بردن میزان تولیدات زراعتی و باغداری  کانال ننگرهار کرده افزود « نیاز است که سطح تولیدات زیتون در  ولایت ننگرهار بالا برود چون کانال ننگرهار به شرکت بدل شده پس باید تولیدات آن افزایش یابد و کارکردش به منظور توسعه و موثریت بیشتر، تجارتی شود».

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS