د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Oct 30 2023 3:29 PM

۸  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د عالي قدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د تطبیق په موخه د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز د استخباراتو ریاست او ښاروالۍ د استازو په ګډون د کرنیزو او مالدارۍ له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ او استفادې په موخه دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثمان په مشرۍ څلورمه تخنیکي غونډه دائره شوه.
ددې غونډې لویه او اساسي موخه په یادو ادارو کې د کرنیزو او مالدارۍ له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې په پار د کړن لارې جوړول دي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو او مالدارۍ له محصولاتو څخه د استفادې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «له یوې خوا د عالي قدر امیرالمؤمنین حفظ الله فرمان پلي کول اړین دی او له بلې خوا د کرنې او مالدارۍ د کورنيو توليداتو د پياوړتيا او د هغو د توليد د کچې د لوړولو او د دغه ډول محصولاتو د پېر-پلور لپاره بازار موندنه د بزګرانو د اقتصاد د ودې لامل او په پايله کې به بهر ته د اسعارو د تېښتې مخه ونيول شي او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ به ورسره ډېر شي.»

تدویر جلسه‌ای پیرامون حمایت از تولیدات داخلی محصولات زراعت و مالداری
۸ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
جهت تطبیق حکم عالی قدر امیرالمومین حفظه الله، چهارمین جلسه تخنیکی به منظور حمایت و استفاده از تولیدات داخلی زراعت و مالداری با اشتراک نماینده گان وزارت‌های دفاع ملی و امور داخله، ریاست استخبارات و شاروالی تحت سرپرستی  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری برگزار شد.
هدف عمده و اساسی از برگزاری جلسه  تهیه طرزالعمل استفاده موثر از تولیدات داخلی محصولات زراعت و مالداری در ادارات فوق الذکر می باشد.
معین زراعت و مالداری پیرامون اهمیت استفاده از محصولات زراعتی و مالداری سخن زده افزود" از یکطرف تطبیق حکم عالی قدر امیرالمومین حفظه الله الزامی بوده و از جانب دیگر تقویت تولیدات داخلی زراعت و مالداری و افزایش سطح تولیدات آن و دریافت بازار جهت خرید همچو محصولات باعث رشد اقتصاد دهاقین شده و در نتیجه جلو فرار اسعار به خارج گرفته خواهد شد و دهاقین و مالداران بیشتر همکاری خواهند شد".

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS