د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رياست پېژندنه

mail-admin
ریاست اطلاعات و ارتباط عامه

مخينه:

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست په ۱۳۹۰ يم لمريز کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اډانه کې د يوه اطلاعاتي او نشراتي ارګان په توګه په فعاليت پيل وکړ او د هېواد د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د موخو، کړن لارو، تګ لارو او طرح شويو پلانونو مطابق د اطلاعاتي چارو د ښه تنظيم، پروخت کاري همغږي ايجادولو او له ټوليزو رسنيو سره د اړيکو په برخه کې خپلې برنامې عملي کوي.

د کرنې په برخه کې د پراختيايي پېښو خپرول، په ځانګړې توګه بزګرانو، مالدارانو او بڼوالو ته د کرنې د سکټور د فعاليتونو او لاسته راوړنو سره د بلدتيا په موخه پوهاوي ورکول، د کرنيز ملي ماسټرپلان د موخو د پلي کولو په پار د دوي د همکاريو جلبول، حلال کرکېلي ته د بزګرانو هڅونه، د پرمختللې او نوي کرنيزې تکنالوژۍ او لارې چارې پېژندنه، د لوړ ارزښت لرونکو بوټو پېژندنه او د بزګرانو د عوايدو د زیاتولو په پار سوداګريزې کرنې پلي کول د دې رياست له لومړيتوبونو څخه دي.

اساسي موخې:

د دې رياست اساسي موخې دادي:

-د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې پراختیایې پېښې خپرول

- چټک، روڼ او پروخت اطلاع روسونه

- د وزارت د پلانونو، لاسته راوړنو او فعاليتونو په هکله عامه پوهاوي

لیدلوری:

د اطلاع رسونې په برخه کې یو مخکښ او ځواب ورکوونکی وزارت لرل

ماموریت:

-          د وزارت له ټولو واحدونو څخه اطلاعات راټولول

-          د وزارت ټول فعالیتونه او لاسته راوړنې خپرول او پروخت له رسنیو، خلکو او مدنې ټولنو سره یې شریکول

-          د وزارت اړوند د ټولو کلتوري او ارتباطي مسایلو همغږي کول

کړنې:

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د خبر، راپور، خبرپاڼې او اعلاميو د چمتو کولو په پار له ټول هېواد څخه مالومات راټولول او د  وزارت پر فيس بوک پاڼه، ويب پاڼه، د بزګر په اوونيزه او د خبري کنفرانسونو له لارې د دغو خبرونو، راپورونو، خبرپاڼو او اعلاميو خپرول، خبري کنفرانسونه جوړول، سيمينارونه، ورکشاپونه، کرنيزې غونډې او د وزارت اړوند نورې غونډې او پېښو ته پوښښ ورکول، د «کرنه» د مجلي له لارې د کرنې د برخې د کارپوهانو او متخصصينو علمي او مسلکي موضوعات خپرول، د وزارت برنامو ته د پوښښ ورکولو په موخه له ملي او نړيوالو رسنيو سره اړيکه نيول، د بېلابېلو موضوعاتو د خپرولو په موخه رسنيو ته خبرونه، انځورونه او ويډيو استول، مرکه کوونکو او مرکه کېدونکو ترمنځ همغږي ايجادول، دمالوماتو د ټولو لپاره د رسنيو د پام وړ موضوع تثبيتول او رسنيو ته د مالوماتو او منابعو اسانتيا برابرول د دې رياست اصلي موخې جوړوي.

لاسته راوړنې:

د اطلاع رسونې په لارو چارو کې بدلون:

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست  د ۲۰۱۸ ام زيږديز کال له پيل څخه د اطلاع رسونې نوي لارې چارې پيل کړې ده. د دې رياست فعال ټيم په دې هلو ځلو کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې پراختيايي پېښې پروخت او ژر له رسنيو، مدني ټولنو او خلکو سره شریکې کړي.

د ۲۰۱۸ ام زيږديز کال له پيل څخه تر دې دمه (۳۱ وری ۱۴۰۰) مونږ توانېدلي يو چې، د وزارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه څه باندې ۵۱۷۳ خبرونه او راپورونه له خلکو سره شریکې کړو.

کابو ۳۸۴ خبري اعلاميې مو چمتو او رسنيو ته استولي دي. کابو ۲۶۲۶ ټلويزيوني او راډيويي مرکې موکړي دي او د درېوو مياشتو په لړکې مو ۸۵ خبري کنفرانسونه په لاره اچولي دي.

دغه راز ۵۳۰ ګرافيک، ۷۴۴ مستند او ويډيو ګانې مو خپاره کړي دي.

د رسنيو سره مرکې او د خبري اعلاميو د خپرولو تر څنګ مونږ د دې وزارت ډېری خبرونه او راپورونه  د دې وزارت د فيس بوک، ټويټر او د وزارت د ويب پاڼې له لارې هم خپروو. د دې ترڅنګ د هرې اوونۍ په پاي کې د وزارت د يوې اوونۍ ټولې کړنې د «بزګر» د الکټرونیکي اوونيزې له لارې هم خپروو.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د ۱۳۹۷ یم کال د وړاندوینې پلان

د فایل دانلود  

د۱۳۹۷ یم مالي کال لاسته راوړنې

د اطلاعاتو ریاست د وزارت د اسټراټژي موخو او ددې ریاست عملیاتي پلان پر اساس، د روان مالي کال په ترڅ کې د وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو د خپرولو او نشرولو په برخه کې لاندې لاسته راوړنې لري:
1.
دخبرونو او راپورونو خپرول:
په تېر یوه کال کې یاد ریاست توانېدلې ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت له کړنو ۲۴۲۶ خبرونه او راپورونه ددې وزارت په ویب پاڼه، فیسبوک او ټولنیزو سایټونو کې نشر کړي.

2. خبرپاڼه:
له هغو سترو برنامو او پروژو چې ډېر خبري ارزښت یې درلود ۱۳۵ خبري اعلامیې چمتو او رسنیو ته لېږل شوي دي.

3. خبري کنفرانس:

د پروژو د پرانیستې، مهمو او کلیدي برنامو لپاره ۱۰۷ خبري کنفرانسونه په لاره اچول شوي دي، چې په دغو برنامو کې د وزارت د فعالیتونو د خپرولو په پار د ډېر شمېر رسنیو استازو هم ګډون کړي دي.
 

4. د تدارکاتي اعلانونو خپرول:
د روڼتیا د ایجادولو په پار تدارکاتي خبرتیاوې د وزارت د ویب پاڼې له لارې خپریږي، د تېر یوه کال په ترڅ کې د وزارت په ویب پاڼه کې ۵۴۶ تدارکايتي خبرتیاوې نشر شوي دي.

5. د کارموندنې اعلان:
د مسلکي او شرایط وړو کسانو د جذب او لا روڼتیا په پار د وزارت د ویب پاڼې له لارې د کارموندنې ۲۱۴ خبرتیاوي نشر شوي دي.

6. د بزګر اوونیزه:
په کتبي او چاپي ډول د فعالیتونو او راپورونو د خپرولو په پار د اوونیزې (بزګر اوونیزه) ۴۸ ګڼه چې اته پاڼې لري ۱۰۰۰ تیراژ چاپ شوي دي او برېښنایي فایل یې هم په ویب پاڼه کې نشر شوي دي.

7. د بریالیتوب کیسې:
یو له هغو چارو چې بزګران او پانګوال ډېر کار او فعالیت ته هڅوي، دبریالیتوب کیسې دي، په همدې موخه موږ د بریالیتوب ۴۰ کیسې، چې د کرنې وزارت د پروژو له برخمن شوي کسانو دي نشر کړي دي.

8. ویډیو یي مستندونه:
د وزارت د فعالیتونو او کړنو د ښه انعکاس په پار د وزارت د لومړیو شپږو میاشتو څخه یو مستند او د وزارت له بېلابېلو فعالیتونو څخه ۲۲ لنډ ویډیو ګانې د ویډیو یي راپور په بڼه چمتو او له خلکو سره شریک شوي دي.

دغه ویډیو ګانې د وزارت په ویب پاڼه، یوټیوب او فیسبوک کې هم نشر شوي دي او دغه راز رسنیو ته هم لېږل شوي دي.

9 اطلاعاتو ته لاس رسی:

د کرنې وزارت اطلاعاتو ته دلاس رسي د قانون پر بنست موظف دی، چې په ټاکلي موده کې غیر محرم اطلاعات د هېوادوالو په واک کې ورکړي.

په همدې موخه د کرنې وزارت د اطلاع رسونې د مرجع شعبه توانېدلې ده، چې په تېر یوه کال کې د اطلاعاتو ۳۸ غوښتوونکو ته شفاهي او کتبي اطلاعات په واک کې ورکړي.

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د ۱۳۹۸ یم کال د وړاندوینې پلان

د فایل دانلود  

د ۱۳۹۸یم مالي کال لاسته راوړنې

د اطلاعاتو ریاست د وزارت د اسټراټژي موخو او ددې ریاست عملیاتي پلان پر اساس، د روان مالي کال په ترڅ کې د وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو د خپرولو او نشرولو په برخه کې لاندې لاسته راوړنې لري:
1.
دخبرونو او راپورونو خپرول:
په تېر یوه کال کې یاد ریاست توانېدلې ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت له کړنو ۲۱۹۱ خبرونه او راپورونه ددې وزارت په ویب پاڼه، فیسبوک او ټولنیزو سایټونو کې نشر کړي.

2. خبرپاڼه:
له هغو سترو برنامو او پروژو چې ډېر خبري ارزښت یې درلود ۱۰۹ خبري اعلامیې چمتو او رسنیو ته لېږل شوي دي.

3. خبري کنفرانس:

د پروژو د پرانیستې، مهمو او کلیدي برنامو لپاره ۷۰ خبري کنفرانسونه په لاره اچول شوي دي، چې په دغو برنامو کې د وزارت د فعالیتونو د خپرولو په پار د ډېر شمېر رسنیو استازو هم ګډون کړي دي.
 

4. د تدارکاتي اعلانونو خپرول:
د روڼتیا د ایجادولو په پار تدارکاتي خبرتیاوې د وزارت د ویب پاڼې له لارې خپریږي، د تېر یوه کال په ترڅ کې د وزارت په ویب پاڼه کې ۵۴۶ تدارکايتي خبرتیاوې نشر شوي دي.

5. د کارموندنې اعلان:
د مسلکي او شرایط وړو کسانو د جذب او لا روڼتیا په پار د وزارت د ویب پاڼې له لارې د کارموندنې ۱۵۷ خبرتیاوي نشر شوي دي.

6. د بزګر اوونیزه:
په کتبي او چاپي ډول د فعالیتونو او راپورونو د خپرولو په پار د اوونیزې (بزګر اوونیزه) ۴۸ ګڼه چې اته پاڼې لري ۱۰۰۰ تیراژ چاپ شوي دي او برېښنایي فایل یې هم په ویب پاڼه کې نشر شوي دي.

7. د بریالیتوب کیسې:
یو له هغو چارو چې بزګران او پانګوال ډېر کار او فعالیت ته هڅوي، دبریالیتوب کیسې دي، په همدې موخه موږ د بریالیتوب ۵۱ کیسې، چې د کرنې وزارت د پروژو له برخمن شوي کسانو دي نشر کړي دي.

8. ویډیو یي مستندونه:
د وزارت د فعالیتونو او کړنو د ښه انعکاس په پار د وزارت د لومړیو شپږو میاشتو څخه یو مستند او د وزارت له بېلابېلو فعالیتونو څخه ۵۵ لنډ ویډیو ګانې د ویډیو یي راپور په بڼه چمتو او له خلکو سره شریک شوي دي.

دغه ویډیو ګانې د وزارت په ویب پاڼه، یوټیوب او فیسبوک کې هم نشر شوي دي او دغه راز رسنیو ته هم لېږل شوي دي.

9 اطلاعاتو ته لاس رسی:

د کرنې وزارت اطلاعاتو ته دلاس رسي د قانون پر بنست موظف دی، چې په ټاکلي موده کې غیر محرم اطلاعات د هېوادوالو په واک کې ورکړي.

په همدې موخه د کرنې وزارت د اطلاع رسونې د مرجع شعبه توانېدلې ده، چې په تېر یوه کال کې د اطلاعاتو ۵۸ غوښتوونکو ته شفاهي او کتبي اطلاعات په واک کې ورکړي.

مرتبط لینکونه: