د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې د فعالیتونو ارزونه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۵:۱۱
د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې د فعالیتونو ارزونه

۸ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري په مشرۍ د نړیوال بانک او (EATS) پروژې د چارواکو په شتون کې د کرنې او خوړوخوندیتوب بېړنۍ پروژې (EATS) د تېرکال فعالیتونه وارزول شول.
په دې غونډه کې د EATS پروژې چارواکو ددې پروژې د فعالیتونو او لاسته راوړنو له ډلې د سړوخونو جوړولو په هکله مالومات وړاندې کړل او د کرنې وزارت د څېړنو رییس هم غونډې ته د څېړنیزو کړونو په هکله مالومات ورکړل.
سربېره پر دې، د غونډې غړو وویل، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په پار اړتیا ده، چې ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ نوې صفر انرژۍ سړې خونې جوړ شي.
بلخوا، د نړیوال بانک چارواکي وويل، چې د نړیوال بانک له خوا د ۵۷.۵ میلیونه ډالرو په ورکړې سره د کرنې او خوړوخوندیتوب بېړنۍ پروژې فعالیتونه د دوو کالو لپاره غځول شوې ده.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري اړوندو ریاستونو ته هدایت ورکړ، چې ژر تر ژره دې یاد معینیت ته خپل وړاندیزونه ولېږي، ترڅو د بودیجې تخصیص په پار د نړیوال بانک په واک کې ورکړل شي. هغه دغه راز د یادې پروژې او ټولو اړوندو برخو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل فعالیتونه لا چټک کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا: پر سلګونو مالدارانو د څارویو خوراکې توکي ووېشل شول

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۶
Background image

هلمند کې د چرګانو پالنې سکټور د ستونزو دحل په پار غونډه دایره شوه

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یاد ریاست د مالدارۍ آمر حافظ هدایت‌الله هدایت، د کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت